1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په پکتیا ولایت کې یوه کلیدي ولسوالۍ نیولې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۶, شنبه

طالبانو د جمعې په ماخوستن د پکتیا ولایت جانیخیل ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوسته. ویل کیږي چې ځایي چارواکي اوس نورو نژدې ولسوالیو په تیښته اړ شوی دی. طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1Jqur
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Khan

طالبانو د جمعې په ماخوستن د پکتیا ولایت جانیخیل ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوسته. ویل کیږي چې ځایي چارواکي اوس نورو نژدې ولسوالیو په تیښته اړ شوی دی. طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د پکتیا ولایت ویاند سیدګل هوتک، د شنبې په ورځ وویل: «دولتي چاواکو د جانیخیل ولسوالۍ له مرکز څخه تکتیکي پر شا تګ کړی دی خو اوس هم په سیمه کې دي.»

خو د پکتیا د ولایتي شورا غړي الله میر خان بهرامزوی، بیا ویلي دي چې ولسوال او د پولیسو قوماندان ګاونډیو ولسوالیو ته تللي دي.

د جانیخیل ولسوالۍ له پاکستان سره په ګاونډیتوب کې پرته ده. دغه ولسوالۍ د طالبانو له پاره لوړ ستراتیژیک ارزښت لري ځکه دغه ډله د پولې په داوړو خواو کې پټځایونه لري.

بهرامزوی وویل چې پر دغې ولسوالۍ باندې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو بریدونه پیل شوي ول. د هغه په خبره ولسوالۍ آن دوه اوونۍ مخکې نزدې وه چې د طالبانو تر کنترول لاندې راشي. هغه زیاته کړې ده چې د هوایي ځواکونو له ملاتړ پرته د دې ولسوالۍ بیا نیول ډیر ستونزمن کار دی.

د ولایتي شورا دغه غړي ویلي دي چې په سیمه کې جګړې په لسهاو کورنۍ بې ځایه کړي دي. ویل کیږي چې اوس د پکتیا له مرکز څخه د دغې ولسوالۍ د بیا نیولو په موخه ځواکونه د جانیخیل ولسوالۍ په لور استول شوي دي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې په کندز، بغلان، هلمند او یو شمیر نورو ولایتونو کې د سختو جګړو په لاره اچولو سره یو شمیر سیمې تر کنترول لاندې راوستې دي.