1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو ځان ته «خيالي نړۍ» جوړه کړې ده»

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۷, پنجشنبه

د يوه فکر بنسټ کارپوهان وايي چي طالبان په یوه «خیالي نړۍ» کې اوسیږي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی د اهدافو د تر لاسه کولو چانس ډیر زیات لږ دی.

https://p.dw.com/p/1B3cj
انځور: picture alliance / Ton Koene

د ستراتيژیکو مطالعاتو له نړیوال مرکز (IISS) څخه یوه تن لوړ پوړي غړي او د ځمکنيو جگړو کارپوه ډگرمن بېن بیري، ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه توگه له ترهگرۍ سره مبارزه په کنترول کې لري.

نوموړي زیاته کړې ده چې افغان ځواکونه به د دې وړتیا ولري چې په کامیابۍ سره د اپریل میاشتې پر پنځمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت ټینگ کړي. خو هغه زیاته کړې ده چې په دې اړه وړاندوینه گرانه ده چې آیا د واک لیږد به پرته له کومه خنډه تر سره شي. د افغانستان ولسمشرۍ ته ۱۱ تنو خپل ځانونه کاندید کړي دي.

بیري په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې په ۲۰۱۳مېلادي کال کي د طالبانو پوځي بریدونه ناکامه شوي دي، ځکه چې په کابل کې د هغوی بریدونه پر امنیت باندي اغېز کړی نه دی، بلکې یوازي سیاسي انگیزه یې درلوده.

په لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتوت د کلني رپوټ د وړاندي کولو پر مهال بېن بیري، د دغه مرکز د لندن په دفتر کې د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه څه چې موږ اوس لرو، هغه دا دي چې افغان امنیتي ځواکونه له ترهگرۍ سره پر مبارزه او د افغانستان د وضعي پر ساتلو بشپړ کنټرول لري.»

بیري په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي افغان امنیتي ځواکونه په دې توانیدلي دي چې د ناټو ځواکونو له خوا د تر لاسه شوو پوځي بریاوو ساتني ته ادامه ورکړي او په دې کار کې ښه والی رامنځ ته کړي. هغه یادونه وکړه چې «د ۲۰۱۵م کال د جنوري میاشتې پر لومړۍ نېټه به د امنیتي مسوولیتونو تر بشپړ لیږد وروسته امنیتي وضعیت د اوسني حالت سره کوم توپیر و نه لري.»

دغه بریتانوی ډگرمن چې په بوسنیا کې یې د ناټو ځواکونو قومانده پرغاړه وه، ویلي دي چې ائتلاف، د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د دوه اړخیز امنیتي تړون د نه لاسلیکیدو له امله «ډیر اندېښمن» وو.

که چیري دغه تړون لاسلیک شي، نو د روان کال په دسمبرمیاشت کې به د ناټو ځواکونو تر راوتلو وروسته شاوخوا لسو زرو امریکایي سرتیرو ته په افغانستان کې د پاتېدو اجازه ورکړي.

هغه په خپلو خبرو کې د دوه اړخیز امنیتي تړون نه لاسلیکیدو ته په اشارې سره وویل چې «په اوږده موده کې دا د افغانستان د امنیت او ثبات له پاره، د پام وړ یو خطر دی.» د بیري په وینا د طالبانو وروستیو اقداماتو ښوولې ده، چې هغوی «پر خپل پروپاگند باندي باور کوي.» هغه زیاته کړې ده: «د طالبانو د وروستي چلن په اړه داسې شواهد شته چې هغوی په خیالي نړۍ کې ژوند کوي.» خو هغه یادونه وکړه چې «دا کار به ډیر گران وي چې طالبان، د مخدره موادو قاچاق او مالي فساد ريښې دي و ايستل شي.»

بیري له نوموړي خبري آژانس سره په مرکه کې وړاندي ویلي دي چې دی په دې باور دی چې په راتلونکي کال کې د طالبانو د پوځي اهدافو د تر لاسه کولو چانس ډیر لږ دی: «که چیري افغانستان تر ۲۰۱۵مېلادي کال وروسته د یوه واحد حکومت په جوړولو وتوانیږي، نو د طالبانو د سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو چانس به همداسي کم پاته شي.»