1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان به په ۲۰۱۵ کال کي افغان ځواک وازمویي»

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۵, چهارشنبه

جنرال جوزف دانفورد ویلي دي چې په افغانستان کې روانو ټاکنیزو جنجالونو د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو روزني ته هم تاوان رسولی دی. هغه زیاته کړې ده چې د روان سیاسي کړکیچ حلیدل په پوځي ساحه کې بریا اصلي لاره ده.

https://p.dw.com/p/1D2gj
انځور: Reuters

جنرال جوزف دانفورد چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د مشر په توگه یې دنده پای ته رسیدلې ده ویلي دي چې په رواتونکي میلادي کال کې طالبان افغان امنیتي ځواکونه و ازمایي او پر هغوی باندي به خپلو يرغلونو ته زور ورکړي. دغه امریکایي جنرال زیاته کړې ده چې طالبان ښايي وغواړي چې بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د هغوی له نه شتون څخه گټه واخلي.

دانفورد د سه شنبې په ورځ په کابل کې خپله دنده په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي مشر جنرال جان کمپبیل، ته وسپارله. دانفورد په افغانستان کي په ډیرو سختو شرایطو کې دنده ترسره کړه. د هغه د ماموریت پر مهال ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د خپلو ډیرو عسکرو د ایستلو پریکړه وکړه.

افغان امنیتي ځواکونو په روان کال کې په بریالیتوب سره د ولسمشریزو ټاکنو د دواړو پړاونو د ټاکنو امنیت ټینگ کړ چې له کبله یې دغه ځواکونه هم په افغانستان او هم په نړیواله کچه وستایل شول. خو د ټاکنو پایلې لا تر اوسه پورې هم معلومي نه دي او دواړه کاندیدان پکښي د بریا ادعاوي کوي.

دانفورد وویل: «کله چې موږ له سیاسي بنبست سره مخامخ شو موږ [د امنیتي ځواکونو روزنیز بهیر] یو څه ورو شو.» هغه زیاته کړه چې طالبانو له همدې خلا څخه گټه واخیستله او په سویل کې یې یو لړ يرغلونه پيل کړل. که څه هم افغان ځواکونه وتوانیدل چې په سویل کې د طالبانو برید پر شا وتمبوي، خو دانفورد گواښ وکړ چې طالبان کیدای شي په راتلونکي کال کې هم دغه شان بریدونه وکړي.

دانفورد روښانه کړه: «که موږ په افغانستان کې د سياسي لېږد ښه بهیر ولرو نو په ۲۰۱۵ کال کې به افغان امنیتي ځواکونه محرک وي.» خو د یو ښه سیاسي لیږد بهیر د رامنځ ته کیدو په اړه اوس هم په افغانستان کې پوښتني موجودې دي. دواړه کانديدان د ټاکنو په دويم پړاو کې د پراخو درغلیو تورونه لگوي او ځان گټونکي بلي.»

له بلې خوا بیا امریکا متحد ایالات تر اوسه پوري توانیدلی نه دی چې له افغانستان سره هغه امنیتي تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴م کال وروسته بهرني عسکر مېشت وي.

په افغانستان کې د ناټو نوي مشر جان کمپبیل، هم په یوه مرکه کې دا خبره ومنله چې روانو سیاسي ستونزو پر افغان امنيتي ځواکونو باندي منفي اغیزه کړې ده. هغه روښانه کړه چې د دغې اغیزې د څیړلو پلان لري. هغه وویل چې غواړي په دې خبره ځان پوه کړي چې روان سیاسي بنسټ د افغانستان د پرمختگ په مخکي کوم خنډ رامنځ ته کړی دی او یا کومو بدلونونو ته اړتیا شته او که نه.

خو ځینې کسان بیا وایي چې که کابل او واشنگټن امنیتي تړون لاسلیک هم کړي او په افغانستان کې روان ټاکنیز کړکیچ پای ته ورسیږي نو کمپبیل به بیا هم له ځینو سختو ستونزو سره لاس او گریوان وي چې په هغو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل هم شامل دي.

په ناټو کې پخوانۍ قوماندان جیمز ستافریدیس، وایي چې کمپبیل باید د افغان امنیتي ځواکونو مورال لوړ وساتي، څو طالبان و نه شي کولای په افغانستان کې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي. ستافریدیس وایي: «د جنگي ځواکونو توان د هغوی پو مورال، تجهیزاتو، مشرانو، لوجیستیک او په ملي مشرتوب کې نغښتی دی.»

هغه گواښ کوي چې دغه شان یو مورال کیدای شي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ شي.

ستافریدیس روښانه کړه چې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو له پاره د ۲۰۱۶ کال نیټه ټاکل هم یوه اشبتاه ده او طالبانو ته یوازي «هیله» ورکوی.

خو پر دغو ټولو خبرو سربیره هم دانفور خوشبینه دی. هغه په دې اند دی چې روان سیاسي کړکېچ به پای ته ورسیږي او کابل بله له واشنگټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. هغه زیاتوي چې امریکا به په راتلونکې کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته ۲۰۰ ماین ضد موټر، نوې څرخۍ الوتکي، ۳۰ الوتکي د خاصو عملیاتو له پاره او نور تجهیزات ورکړي. هغه وایي چې طالبان ښايي په دې خبره ښه پوه شي چې په راتلونکي کال کې له څه ډول یوه واک سره مخامخیږي.