1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان ددې جوګه نه دي چي دغه ډول پلان سوي بريدونه تر سره کړي

۱۳۸۷ تیر ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي په دغه ترورستي حمله کي چي په ترځ کي يي 41 تنه مړه او 140 نور ټپيان سول په سيمي کي د يوې فعاله استخباراتي ادارې د لاس لرلو په اړه خبري کړي دي

https://p.dw.com/p/EYdS
په کابل کي د هندوستان سفارت ته مخامخ
په کابل کي د هندوستان سفارت ته مخامخانځور: AP

د هند ددفاعي څېړنو د افغانستان د څانګي مسوله مېرمن شانتي ديسوسا، په دې نظر ده چي د ترورستانو د دا ډول بريدونو لکه په کابل کي چي يي د هند پر سفارت باندي وکړی برعکس د افغانستان او هندوستان اړيکي نوري هم ټنګوي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي په دغه ترورستي حمله کي چي په ترځ کي يي 41 تنه مړه او 140 نور ټپيان سول په سيمي کي د يوې فعاله استخباراتي ادارې د لاس لرلو په اړه خبري کړي دي.

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو ددې موضوع د لا روښانه کولو لپاره په سيمه کي د تحقيقاتي مراجعو سره په تماس کي سوې او د هغوی نظرونه وړاندي کوي.

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د خپرونو مشر ډاکټر سيد موسی صميمي په کابل کي د تيري ورځي د ترورستي حملې په اړه د هند د دفاعي څېړنو موسسې د افغانستان د څانګي مسولي سره يوه مرکه کړې چي پښتو لنډيز ته يي ستاسو پام را اړوو.

دويچه ويلي: د غه ځانمرګي بريد ولي په ځانګړې توګه د هند پر سفارت باندي وسو.

شانتي د يسوسا: دا بريد ډير نا ديره و، ددې حملې هدف د هند او افغانستان و حسنه اړيکو ته ضربه ورکول دي، ځکه چي هندوستان يو د هغو مرسته کونکو هيوادونو څخه دی چي د افغانستا د بيارغوني په روان بهيرکي تر ډيره فعال دی او هغه هم تر ډيره ځايه په اوږ د مهاله پروژو کي برخه اخلي.

د هندوستان دغه ښه نيت د يوشمېر هيوادونو لپاره د قبول وړ نه دی، په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چي په افغانستان کي د بيا قدرت د ترلاسه کولو غوښتونکي دي، په ځانګړې توګه د طالبانو د لاري. دغه پاڅون په ځانګړې توګه د افغانستان د جنوب او شرق څخه پيل سوی او ددوی يو مهم تاکتيکي ګام ځانمرګي بريدونه دي. د تيري ورځي يا د جولای د 7 نېټې ځانمرګي بريد سړ کولای سي ددې تاکتيک يوه نمونه و بولي. په زياته بيا چي دغه ترورستي بريد ډير دقيق او هدف ته رسيدلي پلان سوی و چي د بده مرغه ډيری بيګناه انسانانو خپل ژوند پکښي د لاسه ورکړی.

روغتياپال تر چاودني وروسته د قربانيانو په راټولو اخته دي
روغتياپال تر چاودني وروسته د قربانيانو په راټولو اخته ديانځور: AP

دويچه ويلي: د افغاني چارواکو په خبره په دې بريد کي د سيمي د استخباراتي سازمانونو لاس و، په دې اړه ستاسو نظر څه دی.

شانتي ديسوسا: زما په نظر سمدلاسه سړی په اسانۍ مشخص نسي ويلای چي په دې کي به کوم هيواد شکېل وي.‎، که موږ د دې بريدونو و و پراختياته فکر وکړو، نو د 2001 ميلادي کال راوروسته ډير سوي دي چي موږ يي د 2008 عيسوي کال د جون د مياشتي د تر ټولو لوی بريد هدف و.

پدې ښورښ او بريدونو کي بيلا بيلي ډلي او څانګي رول لري، که موږ و دې موضوع ته ځير سو، دې نتيجې ته رسيږو چي بېله بهرني استخباراتي ادارو ترهګر نسي کولا چي داسي پراخ او پلان سوو بريدونه تر سره کړي چي په دې کي سړی کولای سي د پاکستان د استخباراتي ادارې(ISI ) څخه يادونه وکړی. خصوساً چي دغه اداره ډيره فعاله د ترهګرو ملاتړ کوي چي موخه يي په افغانستان کي د امنيت او ثبات له منځه وړل دي. دوی د وسلوالو طالبانو او نورو ډلو په مرسته دغه بريدونه تر سره کوي.

دويچه ويلي: د هندوستان حکومت دغه بريدونه په کلکه غندلي او زياته کړې يي ده چي دغه ډول بريدونه به هيڅ وخت د افغانستان او هندوستان تر منځ د کلکو اړيکو خنډ ونه ګرځي. تاسو څه فکر کوي دغه ډول بريدونه به د دواړو هيوادونو پر اړيکو باندي منفي تاثير و نه کړي.

شانتي ديسوسا: نه هيڅ کله، زه فکر کوم چي دغه ډول بريدونه به نور هم ددغو د واړو ديموکراتيکو هيوادونو اړيکي سره ټنګي کړي او سره نژدې کوي يي، يعني يو د ډيری مودې لرونکی ديموکرات هيواد او یو نوی په دې لاره کي قدم اخستونکی. او هيڅ کله به ددې دواړو هيوادونو پر حسنه اړيکو منفي تاثير ونه کړي په دې خاطر چي ، هندوستان په افغانستان کي د امنيت او ثبات ټنګولو ټنګ طرفداره دی.