1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د خپل نوي مشر ټاکلو ته سره راټول سوي

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ خرداد ۴, سه‌شنبه

له يکشنبې ورځي راهيسي د طالبانو نژدې ۱۴ قوماندانان سره راټول سوي څو د دوی د وژل سوي مشر ملا اختر محمد منصور ځای ناستی وټاکي.

https://p.dw.com/p/1ItYV
افغان طالبان
انځور: AP

د آلمان خبري آژانس د پاکستان د امنيتي کړيو په حواله ليکي چي د پکستان په بلوچستان ايالت کي وسله وال طالبان د خپل نوی مشر د ټاکلو له پاره سره راټول سوي دي.

د طالبانو په دغه غونډه کي پر دې باندي خبري کيږي چي له هغو شپږو کسانو څخه چي حساب ورباندي کيږي څوک وټاکي.

دغه شپږ کسان : جلال الدين حقاني، په جنگي برخه کي د منصور مرستيال، د ملا محمد عمر زوی يعقوب، د ملاعمر ځوان ورور عبدالمنان اخند، له گوانتانامو آزاد سوی عبدالقيوم شاکر، د منصور مرستيال هيبت الله اخندزاده او د طالبانو د وخت د اطلاعاتو وزير امير خان متکي.

دا په تير يوه کال کي دوهم واری دئ چي طالبان باید خپل مشر وټاکي. د ۲۰۱۵م کال په جولای مياشت کي ملا اختر محمد منصور له هغه وروسته وټاکل سو چي د ملا محمد عمر د مړيني خبر خپور سو.

د ملا منصور له ټاکلو سره د طالبانو په منځ کي دروزنه پيدا سول او حتی په فراه او شنډنډ ولسواليو کي سخت سره وجنگېدل.

د پاکستاني رسنۍ «Express Tribune» د معلوماتو له مخي، طالبان اوس کوښښ کوي چي د تېر ځل په شان د مشر په ټاکلو کي ډېر پام وکړي، څو د تير په شان پيښي تکرار نه سي.