1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د مخکنیو شرایطو پرته د سولې خبرې اترې نه شي کیدای

۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

تیره ورځ په کابل کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو په هکله د څلور اړخیزې غونډې په پاې کې له طالبانو وغوښتل شول چې مخامخ د خبرو اترو میز ته کښيني. خو اوس د یوه رپوټ له مخې طالبان د ځینو مخکنیو شرطونه پوره کیدل غواړي.

https://p.dw.com/p/1I19E
Afghanistan Taliban
انځور: AP

د سولي خبرو اترو ته د طالبانو د وربللو سره سره، د آلمان خبري آژانس د یوه رپوټ په حواله طالبانو د ځینو مخکنیو شرطونو د پوره کیدوه غوښتنه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه ویاند له «ریډیو فري یورپ» سره په مرکه کې ویلي دي چې خبري اتري تر هغه وخته پوري نه شي پیلیدای چې له «افغانستان څخه د امریکا په مشرتوب ټول ائتلافي ځواکونه» نه وي وتلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان د سولي په هکله د خبرو اترو له یوې غونډي څخه ناخبره دي او په وینا یې د خبرو اترو له پاره یې خپل ټول شرایط یوه میاشت د مخه په قطر کې په یوه غیر رسمي غونډه کې وړاندي کړي دي.

د «پگواش» په نوم د غیر حکومتي سازمان له خوا په رابلل شوې غونډه کې وسله والو طالبانو پر نورو سربیره د خپلو بندیانو د آزادیدو، د ملگرو ملتونو له خوا ورباندي د بندیزونو ليري کول او همداشان په قطره کې د دوی د دفتر په رسمیت پيژندلو غوښتنې شاملې وې.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحدو ایالاتو د حکومتونو استازو تیره ورځ په کابل کې خپله څلورمه غونډه تر سره کړه، څو د افغانستان د سولې له پاره پر یوه نوي پلان خبري وکړي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې هدف د احتمالي پسرلنیو جگړو ترمخه، افغان حکومت او طالبان د خبرو اترو میز ته کښیناستل دي. طالبانو تر اوسه دغه پورسه رد کړې ده.