1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د هزاره گانو وژل یوه توطیه ده

۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

افغان طالبانو د ۱۳ هزاره گانو وژل غندلي دي او دا یې په ظاهري توگه د خپلي سیالې افراطي ډلې «اسلامي دولت» له خوا د توکم پالني درځ د رامنځ ته کولو له پاره د یوې توطیې په توگه عنوان کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GS1s
Symbolbild Taliban
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې ناپيژاندو وسله والو کسانو ۱۳ هزاره گان لومړی له موټره راکښته کړل او وروسته یې ووژل. تر اوسه لا د دغې پیښې مسئولیت کومي ډلې پر غاړه اخیستی نه دی.

د دغه خبري آژانس د رپوټ په حواله څارونکي په دې آند دي چې داعش په دې هڅه کې دی چې د ژور فرقوي چاپیریال د نه موجودیت له کبله په افغانستان کې خپله پښه ټینگه کړي، لکه په عراق او سوریه کې چې یې ډیري سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.

د خبري آژانس په راپور کې زياته شوې ده، پرته له دې چې طالبان د داعش نوم واخلي د شنبې ورځې پیښي ته په اشارې سره يې ویلي دي: «دغسي اعمال د توکم پالني درځ، نه زغم او توپیري چلن د رامنځ ته کولو له پاره تر سره کیږي.»

طالبانو د یکشنبې په ورځ په خپله انټرنټ پاڼه کې لیکلی دي: «موږ دغه بريد په کله غندوو... او پر ولس غږ کوو چې د دښمن د توطیو پر وړاندي ویښ اوسي.»

داعش له میاشتو راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د پښې ټینگولو په هڅه کې دی. رپوټ زیاتوي چې دغه ډله په دې توانیدلي دي چې ناراضي طالبان خپلو لیکو ته جذب کړي. خو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د دغي ډلي د مشرانو وژل کیدل او بې رحمانه تشدد د دې سبب شوی چې دغه ډله په افغانستان کې پرمختگ ونه کړي.

همداشان له طالبانو سره د مکررو نښتو له کبله هم دغه ډله په دې نه ده توانیدلې چې د پام وړ سیمه په خپل کنترول کې راولي.

د فرانسې خبري آژانس لیکي چې د طالبان د ۱۴ کلنۍ واکمنۍ پر مهال چې پر دوی د تاوتریخوالي تورونه لگیدل په ظاهري توگه غواړي چې د داعش د تشدد پر وړاندي دفاعي مورچل ونیسي او د اسلامي جگړې له پاره ځان یو ډول مشروع ډله وښيي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب