1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان د يوه کلي د نيولو توان لا نه لري»

حسين سيرت۱۳۹۲ دی ۷, شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يوه بريتانيايي جنرال هغه خبره رد کړه چي ګويا له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو ورسوته کيدای سي ځني سيمي د طالبانو په کنترول کي سي.

https://p.dw.com/p/1Ahu6
انځور: Mirwais Jalalzai

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۸) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي په افغانستان کي داسي سیمه نسته چي هغه دي طالبانو ته د کنترول لرلو له پاره ور پرېښوول سي: «د افغان امنيتي ځواک محاسبه ډېره توپير لري. موږ هيڅ ځای نه دی پرې ايښی چي هغه دي د طالبانولاس ته ورسي، برعکس موږ ډېري سيمي له مخالفينو څخه پاکي کړي دي.»

اوس د ټول افغانستان امنيتي چاري افغان امنيتي ځواک پرغاړه لري او د دغه هیواد امنيتي چارواکي وايي چي طالبانو په ۲۰۱۳ مېلادي کال کي ډېر تلاښ وکړ چي يو شمېر سيمي ونيسي خو دغه موخي ته رسېدلي نه دي.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هيواد ټولو امنيتي مسووليتونو ته يوازي افغان امنيتي ځواک اوږه ورکړي. خو کارپوهان وايي چي افغان ځواکونه د دې جوګه نه دي چي دغه دروند پيټی دي يوازي پر اوږه واخلي.

د بريتانيا د پوځ مشر سر پيټر وال، د دغه هيواد له «تلېګراف» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي د دوی د ځواکونو تر وتلو وروسته کېدای سي په هلمند ولايت کي يو شمېر سيمي د طالبانو لاس ته ورسي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي په دې اړه بايد هيڅ اندېښنه موجوده نه وي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره طالبانو ماته خوړلې ده او افغانان به بيا اجازه ور نه کړي چي په سرنويشت يې بازۍ وسي.

د کورنيو چارو وياند صديقي وويل: «طالبان د يوه مات سوي رژيم په توګه له منځه تللي دي. د دغي ډلي پاته سوي افغانستان ته ګواښ جوړولای نه سي، دغه ډله حتی د يوه کلي يا ولسوالۍ د نيولي توان نه لري. دا خبري چي طالبان به بيرته راسي بې ځايه او له واقعيته ليري دي.»

له جرمونو سره مبارزه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چي په ټولو ولايتونو کي يې د کورنيو چارو مديريتونه جوړ کړي دي، څو له ښځو او کوچنيانو سره د زور زياتي د پيښو مخنيوی وکړي. دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي په دې وروستيو مياشتو کي له ښځو او کوچنيانو سره د تاوتريخوالی پيښي ډيري سوي دي.

په هرات کي د ستارې د پيزه او شونډانو پريکول او په بغلان، لوګر او نورو ولايتونو کي له ښځو او کوچنيانو سره د زور زياتيو وروستيو پيښو په دغه برخه کي يوار بيا اندېښنې ډيري کړي دي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي په دې اړه يې جدي تدابير تر لاس لاندي نيولي دي: «له ښځو او کوچنيانو سره د تاوتريخوالي د پيښو د مخنيوی له پاره يوه سراسري پيوستون ته اړتيا ده. خلک بايد د تاوتريخوالي ډيري کوچني پيښي لا له پوليسو سره شريکي کړي. پوليس به په ټول قوت سره دغه قضيې بررسي کړي.»

د کورنيو چارو وازت وياند وويل چي پوليس په دې تلاښ کي دي چي له ښځو سره د زور زياتي ټول عاملان ونيسي. دغه وزارت له ښځو سره د تاورتريخوالي په تور نيول سوي څو تنه هم خبريالانو ته ور وښوول.