1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د کابل په حکومت کي؟

۱۳۸۷ مهر ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان حکومت نور دا نه پټوي چه کوښښ کوي د ملي پخلايني د کميسيون په چوکاټ کي وسله وال مخالفين سياسي ګډ کار ته تشويق کي.

https://p.dw.com/p/FWpX
د طالبانو په قدرت په وخت کې د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل

هغه ياغيان چه د حکومت پیشنهاد ومني، هغوی به وبخښل سي، او د عادی ژوند امکانات به ورته برابر سي . د هغې جملې څخه يو يې د مثال په ډول وکيل احمد متوکل دی ، چه پخوا د طالبانو په حکومت کي د خارجه چارو وزير ؤ ، او حتی په 2005کال عيسوي کال کي يې ځان د پارلمان دپاره کانديد کړی ؤ ، چه کاميابه نسو .

ځکه نو دا حيرانونکې خبره نده، کله چي معلومه سوه چه د افغاني حکومت او وسله والو مخالفينو استازي، سعودی عربستان ته تللي دي .

سربيره پر دې د کابل حکومت ددغه خبر څخه ځان ناخبره اچولی دی .

د افغانستان د جمهوري رياست وياند همايون حميد زاده د DW د راډيو په مقابل کي په دغه اړه د خپل حکومت دريز داسي بيان کۍ :

«هيڅ ډول خبري ندي رامنځته سوي ،ليکن جمهورريس حامد کرزي هميشه ويلي دي، چه دی د سعودي د پاچا سره تل په تماس کي دی ، چه آيا پاچا عبد الله به په افغانستان کي د سولي او آرامۍ په راوستو کي يو رول بازي کي . که په دغه برخه کي پرمختګ رامنځه سي، نو د افغانستان لخوا به ورته هرکلی وويل سي ، او په خبرو اترو کي به برخه واخلي ».

König Abdullah bin Abdulasis von Saudi-Arabien
کرزي ويلی، چی دی د سعودي پاچا عبد الله سره تل په تماس کي دیانځور: picture-alliance/dpa

د بې طرفه منابعو او معلوماتو پر اساس د سعودی عربستان پاچا عبد الله سره په مکه کي د یوې ميلمستيا پر وخت د افغانستان د پارلمان يو تعداد وکيلانو او حکومت د مامورينو تر څنګ د طالبانويو نماينده او د حزب اسلامي يو نماينده برخه اخيسیتې وه . خو د حکومت هيیت د خبرو د مخته بيولو کم رسمي صلاحيت نه درلودۍ . مګر دغه غیر رسمي ليدنه کتنه ډير سياسي اهميت لري . ځکه چه په هغه کي د طالبانو يو مطبوعاتي وياند هم برخه اخيستې وه .

په برلين کي د سياست او علم د مؤسسې څخه د سيتاماس دپاره د مکې دغه خبری اتري حيرانونکی نه وې . دې وويل:

«دډيره وخته راهيسي ددې شواهد موجود دي ، چه په پټه سره خبری اتري دوام لري ، او هغه دا ښکاره کوی ،چه مخالفين او ياغيان یوازي د نظامی لاري له منځه نسي تلای . »

دا اضافه کوي، چه ددغو خبرو تر شا دکرزي انتخاباتي تاکتيک هم پروت دی . ځکه چه هغه اوس د پخوا په نسبت خپل محبوبيت دلاسه ورکړی دی، او کوښښ کوي چه په ناآرمه ولايتو کي هم رايي پلاس راوړي . د بلي خوا خاصتأ د امريکاد متحده ايالاتو لخوا پر پاکستان هم فشار راوستل کيږي، چه په پاکستان کښي د طالبانو په مقابل کي د سخت چلند څخه کار واخلي .

په هر صورت په حکومت کي د طالبانو شاملول به په دې معنی وي که هغه په ملي سطح وی او یا د ولاياتو په سطح ،نو په افغانستان کي به د دموکراتيکو اساسي پرنسيپو، د بشر حقوقو، د ښځو حقوقو آو آزادي ګانو ته لږ پاملرنه وسي . افغانستان به يو مذهبي مطلق العنانه رژيم ته وروګرزي، چه همدا اوس يې هم آثار موجود دي .