1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي د افغان حکومت سره په يو بې طرفه هيواد کي خبرو ته کښېني

۱۳۸۹ دی ۲, پنجشنبه

د طالبانو د رژيم پر مهال په پکستان کي د هغوی سفير ملا عبدالسلام ضعيف د برتانوي ورځپاڼي ديلي تلگراف سره په مرکه کي ويلي دي چي:« طالب جنگيالي غواړي د افغان حکومت سره په يو بې طرفه هيواد کي خبرو اترو ته کښېني.»

https://p.dw.com/p/Qjfk
ملا عبدالسلام ضعيف په پاکستان کي په يوه خبري غونډه کي
ملا عبدالسلام ضعيف په پاکستان کي په يوه خبري غونډه کيانځور: picture alliance / dpa

هغه په مرکه کي ويلي دي چي، که زه د طالبانو پر ځای وای نو يو داسي هيواد به مي خوښ کړی وای چي د افغانستان څخه ليري نوي. خو يو بې طرفه هيواد بايد وي.

هغه وايي د مثال په ډول لکه د عربو متحده امارات، چي په افغانستان کي د لاس وهني هيڅ ډول دلچسپي نه لري.

ضعيف ويلي خو نه داسي هيوادونه لکه: « پاکستان او چين».

افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار پر وسله والو طالبانو ږغ کړی چي د هغه سره خبرو اترو ته کښېني خو هغوی هر وخت د بهرنيو ځواکونو په شتون کي دغه خبره رد کړې ده.

د حامد کرزي لخوا د سولي عالي شورا چي مشري يې برهان الدين رباني کوي تيره ورځ په جلال آباد کي د هغه ولايت د قومي مشرانو او چارواکو سره د تړلو دروازو تر شا غونډه درلوده.

تر غونډي وروسته د شورا وياند خبريالانوته وويل چي د سولي عالي شورا ډيري لاسته راوړني لري چي ډير ژر به اولس او رسنۍ ځني خبري سي.

بله خوا تيره ورځ د افغانستان د پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستيفن ديميستورا د هغه سازمان د امنیت شوراته د افغانستان په اړه راپورکي وويل چي د وضعيت په پام کي نيولو سره د هغه په نظر په جګړه ځپلي افغانستان کي د «پايښت لرونکي سولي» لپاره پرته له دي چي د دولت له وسلوالو مخالفينو سره خبري وسي، بله لاره نه سته.

هغه وويل:« د افغانستان کړکېچ پوځي حل نه لري.» ديميستورا چي په ملګرو ملتو کي د سويډن يو ډيرپخوانی ډيپلومات دي پرون يي د امنيت شورا ته په خپل رپوټ کي وويل چي نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د حکومت د سولي له هڅو څخه ملاتړ وکړي.

هغه وويل: د سولي د هڅو «مشري بايد د افغانانو په لاس کي وي او هغه د هغوی داعيه» وګنله سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم