1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان له ترمپ څخه څه غوښتنه لري؟

۱۳۹۵ آبان ۲۰, پنجشنبه

افغان طالبانو د امریکا متحدو ایالاتو له نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، څخه غوښتي دي چې د خپل کار له پیلولو سره له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

https://p.dw.com/p/2SSNc
Afghanistan Taliban
انځور: AP

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د ترمپ اداره «باید افغانانو ته اجازه ورکړي چې افغانان په یوه آزاد ملت بدل شي او له نورو هیوادونو سره یو د بل په اړیکو کې د نه لاس وهني اصل پر اساس اړیکې ولري».

د امریکا متحدو ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر ته له اوسني ولسمشر بارک اوباما څخه د افغانستان جګړه په میراث پاتيږي، چې هغه ته هم له مخکني ولسمشر جورج بوش څخه په میراث پاته شوې وه. دا د امریکا متحدو ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده.

که څه هم امریکا متحدو ایالاتو او ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوه، خو بیا هم اوس امریکايي ځواکونه وخت ناوخت له طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه کې ښکیلیږي.

د دې لامل په افغانستان کې د طالبانو د ولکې غځیدل دي. دغه ډله په وروستیو وختونو کې د افغانستان د ځينو سیمو په نیولو توانیدلې ده.