1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان ملکیان د انساني ډال په توګه کاروي»

میرویس جلالزی۱۳۹۱ بهمن ۲۷, جمعه

په کابل کې د ناټو ویاند برید جنرال ګونتر کتڅ، وایي چې ترهګر له ملکيانو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي نو ځکه کله نا کله د دوی په بریدونو کې ملکي وګړي هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/17eh9
انځور: picture-alliance/dpa

د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د فبروري میاشتې ۱۴مه نیټه) افغان سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی وو چې په کونړ ولایت کې د ناټو یوه هوایي بريد د پنځو تنو ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي وژلي دي. د دې ولایت والي له خبري آژانسونو سره په خبرو کې ټینګار کړی وو چې د ناټو ځواکونو دغه برید پرته له دې چې افغانان خبر کړي، تر سره کړی وو.

جنرال ګونتر کتڅ د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د کونړ د پېښې په اړه د تحقیقاتو د پای ته رسولو په حال کې دي. هغه زیاته کړه چې جنرال دانفورد او ولسمشر حامد کرزی دواړه د څیړنو د پایلو په تمه دي.

دې آلماني جنرال وړاندې وویل: «افغانستان به هیڅ کله هم بیا د ترهګرو له پاره خوندي ځای نه وي. ایساف او افغان حکومت به ترهګر دې ته پرې نه ږدي چې ښارونو او کلیو ته لاره وکړي او د خلکو آرام ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي. په جګړه کې کله تیروتنې کیږي خو موږ هڅه کوو چې هیڅ کله هم داسې و نه شي چې ملکيان زموږ او یا زموږ د متحدینو په بریدونو کې زیان وویني.»

په تیرو څو کلونو کې د ایساف په پوځي عملیاتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله د کابل او ناټو متحدینو تر منځ یوه شخړه ییزه موضوع پاتې شوې ده.

تر دې مخکې افغان ولسمشر څو وارې د ناټو ځواکونو پر مشرانو باندې غږ کړی وو چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي له پاره باید د افغانستان په کلیو کې خپل عملیات ودروي. د کونړ پېښه له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ناټو په بمباریو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لویه پېښه ده.

په همدې حال کې ښاغلي کتڅ پر دې خبره باندې ټییګار وکړچې د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو ډیره حساسه موضوع ده او د دوام په صورت کې په افغانستان کې د ناټو عملیاتو ته تاوان رسولای شي.

د پوځي چارو مبصر او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی عصمت الله غلجی، وایي چې د ملکي تلفاتو موضوع ډیره حساسه ده. هغه زیاتوي چې دغه شان پېښې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو غوسه راپاروي. ښاغلی غلجې د دغې ستونزې حل، افغانانو ته د ټولو امنیتي مسوولیتونو په سپارلو کې ویني.

تر دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناټو نوی قوماندان جنرال دانفورد، خپل دفتر ته غوښتی وو او له هغه څه یې د پیښي په اړه د وضاحت غوښتنه کړې وه.