1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: موږ په خپلواک ډول عمل کوو

۱۳۹۱ تیر ۹, جمعه

افغان طالبانو دا خبره رد کړې ده چې هغوی له پاکستان څخه تر اجازې اخیستلو وروسته د سولې د خبرو اتر له پاره قطر ته خپل پلاوی استولی دئ چې له امریکایانو سره خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/15O7t
انځور: AP

د طالبانو په انټرنیټ پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دوی خپلې پریکړي او چارې د اسلامي اصولو او د ملي گټو په پام کې نیولو سره کوي. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د دوی پلاوي قطر ته د پاکستان د اجازې تر اخیستلو وروسته سفر نه دئ کړی: «د افغانستان اسلامي امارت په خپلو چارو کې په بشپړه توگه آزاد او خپلواکه دئ.»

په روانه اونۍ کې په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صدیق، د رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې د دوی دولت په افغانستان کې د سولې دتړون ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې دوی ځینو طالب مشرانو ته اجازه ورکړې وه چې د دغه هدف له پاره قطر ته سفر وکړي.

د بارک اوباما اداره غواړي چې افغان دولت له طالبانو سره سوله وکړي. ویل کیږي چې د طالبانو ډیر شمیر مشران په پاکستان کې میشت دي. د روان کال په پیل کې طالبانو اعلان وکړ چې غواړي له امریکا سره د سولې د خبرو اترو کولو په موخه په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانیزي. په همدې ترڅ کې امریکا هم د گوانتانامو له زندان څخه قطر ته د یو شمیر طالب بندیانو د لیږدولو په اړه موافقه کړې وه. خو د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې بهیر اوس ځنډول شوی دئ.

د طالبانو په نوې بیانیه کې راغلي دي: «د طالبانو استازو له امریکایي مرکچیانو سره په قطر کې لومړنۍ، او د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو په اړه خبرې تر سره کړې وي او بیا وروسته ئې دغه خبري اتري د خپلو مشرانو په امر ودرولې.»

کله چې طالبانو له امریکایانو سره دغه خبري اتري وځنډولې نو د هغې لامل ئې د متحده ایالاتو د مرکچیانو ضد او نقیض څرگندونې وښوولې. په هغه وخت کې افغان دولت هم ویلي وو چې په جلا توگه ئې له طالبانو سره خبري اتري پیل کړي دي، خو طالبانو بیا دغه خبره رد کړې وه.

طالبانو په یوه بله بیانیه کې چې د جمعې په ورځ د هغوی په انټرنیټ پاڼه کې خپره شوې ده ویلي دي چې دوی جاپان ته خپل استازي د افغانستان د راتلونکي په اړه په یوه اکادمیک کنفرانس کې د گډون له پاره استولي وو چې هدف ئې د طالبانو د دریځ روښانه کول وو. دغه کنفرانس په جاپان کې په روانه اونۍ کې جوړشوی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش