1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان هم کولای سي د بن په کنفرانس کي گډون وکړي

۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان او پاکستان له پاره د المان ځانکړي استازي ويلي دي، چي د بن په دوهم کنفرانس کي کيدای سي، چي افغان طالبان هم ګډون وکړي. ولسمشر کرزي ويلي ول، چي طالبان د بن کنفرانس ته د يوې جلا ډلي په توگه د گډون اجازه نه لري.

https://p.dw.com/p/1388x
انځور: AP

المانۍ ورځپاڼه «ميتل دويچه څايتونګ» په خپل آن لاين کي د افغانستان او پاکستان له پاره د المان د ځانګړي استازي، ميشايل شټاينر له خولې رپوټ ورکړی، چي په بن کي د افغانستان په هکله نړيوال کنفرانس کي، چي مشري ئې د افغان حکومت پر غاړه ده، «معتدل طالبان» هم کولای سي ګډون وکړي.

د ورځپاڼي په خبره، شټاينر دغه خبره د جمعې په ورځ د خپل هيواد د دفاعي چارو جرګه ګۍ ته کړې ده.

د هغه له خولې ويل سوي دي: « د کنفرانس جوړونکي ددې مخالف نه دي، چي د طالبانو دغه اړخ دي په کنفرانس کي برخه ولري». معنا دا چي هغوی هم کولای سي بن ته راسي.

د ورځپاڼي په رپوټ کي يادونه سوې، چي د بن په کنفرانس کښي به هغو طالبانو ته د گډون اجازه ورکړل سي، چي په جګړه کي شکېل نه وي.

دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځي مخکي کارپوهانو دا ويلي ول، چي کيدای سي د ۲۰۱۴ کال تر پايه د طالبانو سره د خبرو کوم چانس برابر نه سي.

ځکه د هغوی په خبره، په افغانستان کي هغه طالبان چي معتدل بلل کيږي ستونزه نه ده، بلکي هغو طالبان ستونزي جوړي کړي، چي جگړې کوي.

کارپوهان په دې نظر دي، چي طالبان څو ډلي دي، او واک د هغو طالبانو په لاس کي دی، چي اوس په جگړه کي شکېل دي.

د بن په کنفرانس کي، چي ټاکل سوې د روان کال د ډسمبر د مياشتي پر ۵ نېټه به پيل سي، شاوخوا ۱۰۰۰ تنه استازي گډون وکړي، چي ۳۰ تنه به يوازي د افغانستان د مدني ټولنو استازي وي.

په دغه کنفرانس کي، چي د المان په کوربه توب او افغان حکومت په مشرۍ جوړيږي. پر درو مهمو موضوعاتو باندي بحث کيږي.

لومړی دا چي افغان حکومت ته د مسئوليتونو د انتقال پروسې مدني اړخونه. دوهم تر 2014 کال وروسته له افغانستان سره د نړيوالي ټولني ملاتړ. او دريم دا چي څرنګه په دې هيواد کي ثبات تينګ سي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل