1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان په پاکستان کي گوزڼ واکسين مخه نيسي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۵, جمعه

د روغتيا نړيوال سازمان د يوه راپور له مخي په پاکستان کي د تروريستانو له خوا د واکسيناسيون کمپاين د مخي له وجي د کوچنيانو د گوزڼ ناروغي نوره هم زياته سوې ده. يوازي په روان کال کي ۲۰۶ پيښي ثبت سوي دي.

https://p.dw.com/p/1DX3M
انځور: picture alliance/AA

پاکستاني رسنيو د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۱۷مه) د روغتيا نړيوال سازمان په حواله ويلي دي چي په نړۍ کي د کوچنيانو د گوزڼ د پيښو ۸۵ سلنه ئې په روان کال کي په پاکستان کي رامنځ ته سوي دي. په نړۍ کي د گوزڼ پيښي سږکال په ټوله ييزه توگه ۲۴۳ وې.

د روغتيا نړيوال سازمان په پاکستان کي په ځانگړې توگه د دغه هيواد په شمال لوېديځ کي د کوچنيانود گوزڼ ناروغۍ د پراختيا اصلي دليل وسله وال طالبان بللی دی.

په تيرو دوو کلونو کي په پاکستان کي افراطي مسلمانانو ۶۰ داسي ډاکټران او طبي کارکوونکي وژلي دي چي د کوچنيانو د گوزڼ ناروغۍ په برخه کي ئې کار کاوه.

وسله وال طالبان استدلال کوي چي د غرب له خوا د واکسين کمپاين د مسلمانانو پر ضد يوه توطئه ده او غواړي چي خلک وچ کړي.

په پاکستان کي د گوزڼ ناروغي د دغو نوو پيښو دوه پر دريمه برخه د دغه هيواد په شمال لوېديځ، افغانستان سره په سرحد کي ثبت سوي دي.

په افغانستان کي هم په روان کال کي د گوزڼ ناروغۍ ۱۲ پيښي ثبت سوي دي. دغه راز صوماليا او نايجريا هم هغه هيوادونه دي چي دوباره پکښې د کوچنيانو د فلج ناروغۍ پيښي رامنځ ته سوي دي.

د کوچنيانو د گوزڼ ناروغي د هغوی د فلج او حتی مرگ سبب کيږي. د دغي ناروغۍ ډير قربانیان کوچنيان دي. د گوزڼ ضد واکسين په جوړېدو سره د نړۍ په ډېره برخه کي د دغي ناروغۍ ريښې تقريباً له منځه تللي دي.

کله چي څو کاله دمخه په سوريه کي د گوزڼ ناروغي بيرته پيدا سوه، د کورني جنگ سره سره په دغه هيواد کي واکسيناسيون ترسره سو. سږکال په دغه هيواد کي تر اوسه پوري د گوزڼ ناروغۍ يوازي يوه پيښه رامنځ ته سوې ده.