1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په کندهار کي نور هم تر کنترول وتلي دي

۱۳۸۹ شهریور ۱۸, پنجشنبه

په افغانستان کي د ناټو تر مشرۍ لاندي بهرني ځواکونه تر اوسه نه دي توانيدلي چي په کندهار کي د طالبانو مقاومت غلی کړي.

https://p.dw.com/p/P7Uv
«په کندهار کی د طالبانو د ترور په کمپاين کي هيڅ ځنډ نه راځي»
«په کندهار کی د طالبانو د ترور په کمپاين کي هيڅ ځنډ نه راځي»انځور: picture-alliance/dpa

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي افغان او بهرني ځواکونه په دې وروستيو ورځو کي په دې لټه کي دي چي کندهار د طالبانو څخه پاک کړي. خو د ډيرو ستونزو سره مخا مخ دي.

که د يوې خوا افغان او بهرنيو ځواکونو و کولای سوای چي د تصفيوي عملياتو په ترځ کي طالبان د خپلو ځايونو څخه پرشا کړي. خو دبلي خوا « طالبان نور هم تر کنترول وتلي دي.»

ورځپاڼه ليکي چي: « د هغوی يعني د طالبان د ترور په کمپاين کي هيڅ وقفه نه راځي. هغوی هر هغه سړی وژني چي د دولت او يا بهرنيانو سره سر وکار ولري.»

د اگست د مياشتي په پای کي په کندهار کي په يوه ورځ څو تروره وسول چي په هغو کي د هغه ولايت د حج او اوقافو ريس هم په دغه ورځ د خپل دفتر مخ ته ووژل سو.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترياس څو ورځي وړاندي دا ومنله چي « په ځينو سيمو کي يې پر طالبانو باندی غلبه کړې خو ډير کار ته لا اړتيا ده چي يو څه وسي.»

نيويارک ټايمز ليکي چي په دې وروستيو کي د ياغيانو پر ضد د جگړې ډگر په کندهار او د هغه په شاوخوا سيمو کي تود دی.

« په دغه زراعتي سيمه کي جگړه خورا په خرپ روانه ده، چي گای نا وخته لکه څنگه چي امريکايانو ته مرگ ژوبله اوړي دغه راز طالبان هم څني خلاص نه دي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم