1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان په ۲۰۱۳ کال کې ناکامه شوي دي»

حسین سیرت۱۳۹۲ دی ۲, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان په ۲۰۱۳ کال کې خپلو اهدافو ته نه دي رسیدلي. دغه وزارت زیاتوي چې طالبان په دې کال کې له سختو تلفاتو سره مخامخ شوي. په عین حال کې د پولیسو د تلفات د ۱۵ سلنه لوړیدو خبره هم شوې.

https://p.dw.com/p/1AfAR
Afghanistan Übersetzer Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې طالبانو غوښتل په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې ځینې سیمې تر خپل کنترول لاندې ولري، لوی لارې ناامنه کړي او د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر له گواښ سره مخامخ کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «که څه هم مخالفینو زهرجن تبلیغات په لاره اچولي ول خو بیا هم خپلو اهدافو ته و نه رسیدل. هغوی ان زموږ یوې ولسوالۍ ته په سقوط ورکولو هم و نه توانیدل. خلک باید دا ډاډ ولري چې نور نو طالبان له افغان پوځ او پولیسو سره د مخامخې جگړې توان نه لري.»

روان کال د طالبانو له پاره ډیر مهم وو. د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تر دې مخکې ویلي وو چې په پاکستان کې د طالبانو ټولې مدرسې تړلې شوې دي او جنگیالي یې ټول افغانستان ته راغلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت همداراز ویلي وو چې طالبان سږ کال د افغانستان د نیولو په نیت راغلي ول. صدیقي وویل: «د طالبانو هغه بریدونه چې د خالد بن ولید د عملیاتو په ترڅ کې یې پلان کړي ول ناکامه شول. طالبانو غوښتل په افغانستان کې ځای او اډې ولري. هغوی غوښتل چې ځینې سیمې ونیسي او بیا له هغه ځایه د افغانستان نورې سیمې وگواښي خو دغه توطیه ناکامه شوه.»

صدیقي همداراز وویل چې طالبانو غوښتل په روان کال کې ځینې لوی لارې هم ناامنه کړي. د هغه په خبره طالبانو خپلو اهدافو ته د رسیدو په لار کې ډیر تلفات هم لیدلي دي.
د ښځینه پولیسو د وژونکو تعقیب

له بلې خوا په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې یو شمیر ښځینه پولیسې وژلې شوې دي. په وروستۍ پیښه کې فیروزه چې په ارزگان ولایت کې پولیسه وه ووژله شوه.

له فیروزې سره یو ځای د ملالۍ په نوم د یوې بلې میرمنې مړی هم موندل شوی وو چې ویل کیږي ښوونکې وه. تر دې مخکې په هلمند ولایت کې هم یوه بله ښځینه پولیسه په ډزو ویشتل شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغو پیښو ټول اړخونه تر څیړنې لاندې دي او عاملان به یې قانون ته وسپارل شي. صدیقي وویل: «د کورنیو چارو وزارت کشفي ارگانونو ته دنده سپارل شوې ده چې په ارزگان ولایت کې رامنځ ته شوې پېښه وڅیړي او عاملان یې ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوس هم به کافي اندازه ښځینه پولیس نه لري او د کورنیو چارو وزارت ښځي تشویقوي چې له پولیسو سره یوځای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب