1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالب قوماندان:پاکستان موږ ته وسلې او موټران راکول

۱۳۸۹ تیر ۲۵, جمعه

په خوست کښي ديوه مهم قوماندان په ګډون 5 تنه د دولت مخالف وسله وال طالبان دسولي او ملي پخلايني د بهيرسره يوځا‌ى سول

https://p.dw.com/p/ONGS
انځور: DW

دغه کسان وايي چې دوی پخوا دپاکساني طالبانود مشر حافظ ګل بهار په تنظيم کې کار کاوه .

ګل زمان چې اوس دافغاني دولت سره يوځاى سويدی ،تر دې دمخه په پاکستان کښي دطالبانو ديوې کوچنۍ ډلي قومانده پر غاړه درلوده .

دی وايي چې پاکستانيانو ورته ويل چې په افغانستان کې جهاد وکړي، پلونه ،مکتبونهاو نور عامه تأسيسات وران کړي

قوماندان ګل زمان وايي چې دى کوچنی په پاکستان کې را لوى سوى او دافغانستاند حالاتو څخه نه ؤ خبر ، خو د خپلو مشرانو په امر

به يې د افغانستان او پاکستان خاوري په يوشمېر بريدونو کې برخه اخيسته .

Lashkar-e-Taiba Afghanistan Taliban
انځور: AP

ده دخپلو ملګرو په استازيتوب وويل چي دافغانستان په بيارغونه اوامنيت راوستو کې به تر خپله وسه پوري ډيره مرسته کوي .

په خوست کې د ملي پخلايني د دفتر مشر حاجي اسماعيل خان ګيله کوي چې افغاني او بهرني ځواکونه ددوی کورونه په غير قانوني ډول تلاشي کوي ، او اوس هم يوشمېر طالبان چي په خوست کښي دسولې او ملي پخلاينې د بهير سره يوځاى سوي وه، په امريکايي زندانو کې شپې او ورځې سبا کوي .

نوموړي دغه راز پر نړيواله ټولنه او په افغانستان کې پر مرستندويانوهم نيوکه وکړه چې تش په نامه وعدې کوي چې د دولت سره ديو ځاى سوو مخالفينو سره به کومکونه کوي، خو تراوسه ورسره چا هيڅ مرسته نه ده کړې .

ديادونې وړ ده چې څلور کاله دمخه په خوست کښي دملي پخلايني دفتر خپل فعاليت پيل کړی، او تر اوسه پوري 457کسان دسولي د بهير سره يو ځاى سويدي .

فريدالله ظاهر

کتونکی : محمد قاسم نوري