1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طنزي ويډيو ـ شُلڅ پر اردوغان نيوکي وکړې

۱۳۹۵ فروردین ۱۵, یکشنبه

په آلماني تلويزيون کي پر اردوغان د طنزي ويډيو د خپرېدنې پر ضد د ترکيې د غبرګون وروسته پر اردوغان نيوکي زياتي سوي دي. اوس د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس مارتين شُلڅ هم پر اردوغان انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IOdr
انځور: Reuters/M. Dalder

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ آلمانی سفير احضار کړ او ورته احتجاج يې وکړ. دا د هغه وروسته چي د آلمان په يو تلويزيون NDR کي پر اردوغان يوه طنزي ويډيو خپره سوه. وروسته د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير وويل چي د بيان او رسنيو آزادي د آلمان مهمو ارزښتونو څخه دي.

د اروپايي اتحاديې د کميسيون رئيس ږان کلاوډې يُنکر هم د ترکيې دا اقدام چي د يو طنزي ويډيو پر موضوع يې آلمانی سفير احضار کړ، نامناسبه وبلل.

اوس د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس مارتين شُلڅ هم پر اردوغان نيوکي کړي دي. نوموړي و آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ ام زونټاګ» ته ويلي: «دا د منلو وړ نه ده، چي د يو بل هيواد ولسمشر له آلمان څخه غوښتنه وکړي چي ډيموکراټيک حقونه محدوده کړي، ولي چي دغه ولسمشر ځان تر تنقيد لاندي احساسوي. که د دې اجازه ورکول سي، نو به موږ چيري ورسيږو؟ دا بالکل د منلو نه ده او يو لويه خبره ده. موږ بايد اردوغان ته دا خبره روښانه کړو چي زموږ په هيواد کي ډيموکراسي ته او بس.»

پر اردوغان د طنزي ويډيو انځور
پر اردوغان د طنزي ويډيو انځورانځور: NDR/extra 3

شُلڅ چي د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند غړی دی، يوازنی آلمانی سياستوال نه دی چي پر اردوغان يې په دې موضوع کي نيوکي کړي دي. د آلمان د ترانسپورت وزير الېکزاندر دوبرينت چي د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند غړی دی، و شپيګل رسنۍ ته يې ويلي: «ترکيه تقريبا هره ورځ داسي دلايل وړاندي کوي، چي څوک ولي بايد د ترکانو له پاره و اروپايي اتحاديې ته د ويزې د آسانتيا د رامنځ ته کولو په ترڅ کي تنقيدي واوسي.» نوموړي زياته کړې چي «بايد خبره تر دې ځای پوري ولاړه نه سي چي ترکيه اروپا ته اخطارونه ورکړي.» په دې ترڅ کي د آلمان د بيلو نورو ګوندونو سياستوالو هم د اردوغان په وړاندي تنقيدونه کړي دي.