1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طنین: افراطي ډلي د افغان حکومت پر ضد یو موټي شوي

AP/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۲, سه‌شنبه

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفر ويلي دي چې پر افغان حکومت او خلکو باندي اوسنی يرغل د طالبانو، نزدې ۷۰۰۰ بهرنیو جنگیالیو او نورو ډلو لکه داعش په گډون په «بې ساري يووالی» سره پيل شوی.

https://p.dw.com/p/1Fm6b
انځور: picture alliance / Ton Koene
ظاهر طنین د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه ډلي نه یوازي افغان ځواکونه او ملکي کسان د ځانمرگې بریدونو، په لاس د جوړو شوو چاودیدونکو توکو، تښتوني او ترور هدف نه گرځوي، بلکې په وینا یې هغوی د ولسوالیو او ولایتونو د نیولو هڅه کوي چې په افغانستان او همداشان سویلي آسیا کې د فعالیتونه له پاره مرکزونه ولري.
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکولاس هیسم، ویلي دي چې د امریکا متحد ایالات او ناټو د جنگي ماموریت په پای کې، تر بشپړ امنیتي مسئولیت اخیستو وروسته افغان امنیتي ځواکونه له آزمویني او چیلنجونو سره مخامخ دي. هغه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې له دې سره سره چې په ټول هیواد کې کړکېچ زور اخیستی دی «افغانستان خپلو امنیتي چیلنجونو ته رسیدگي کوي.»
هیسم په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د افغان ځواکونو ژمنتیا په هکله «پوښتنه ځای» نه لري او هغوی له یاغیانو څخه د سیمو د بیرته نیولو له پاره مقاومت ښيي.
طنین او هیسم دواړو ویلي دي چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو هجوم، د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پایله ده. د پاکستان پوځ د وسله والو یاغیانو پر ضد دغه تعرضي عملیات د تیر کال په جون میاشت کې پیل کړي.
ظاهر طنین په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «زموږ اټکلونه ښيي چې اوسمهال په افغانستان کې تر ۷۰۰۰ زیات بهرني جنگیالي حضور لري» چې پکښې چیچنیان، ازبکان، تاجيکان او پاکستانیان شامل دي.
هغه زیاته کړې ده چې همداشان حکومت اټکل کوي «چې ښایي په سلونو او یا هم زرونو خلک د ځینو سخت دریځه طالبانو په شمول» د «اسلامي دولت» ډلې یا داعش تر تور بیرغ لاندي فعالیت کوي.
د هیسم په وینا، ده امنیت شورا ته ویلي دي چې «افغانستان مخ پر زیاتیدونکي توگه د نړۍ د لسو بې وزلو هیوادونو په کتار کې راځي، چې د تروریستانو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ځان مومي، چې ریښې یې په گاونډیو هیوادونو کې دي او ښایي خپل احتمالي منزل یې هم د [افغانستان] گاونډیان وي.»
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي د سیمه ییز او گډ گواښ پر وړاندي مبارزه کې له افغانستان سره د لا ډیري همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل