1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظاهر هویدا خاورو ته وسپارل شو

۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعه

د افغانستان نامتو سندرغاړی ظاهر هویدا د جمعې په ورځ مخکي له غرمي د آلمان په هامبورگ ښار کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د جنازې په مراسمو کې د افغانستان ګڼ شمیر سندرغاړو او د هغه ډیرو مینه والو گډون درلود.

https://p.dw.com/p/14I9S
انځور: DW

ظاهر هویدا د دوشنبې په سهار د آلمان د هامبورګ په ښار کې د ۶۷ کلنۍ په عمر له فاني دنیا سره مخه ښه کړې وه. د هویدا د جنازي د ښخولو پر مهال د افغانستان نامتو سندر غاړي شهنا وویل: «زه داسي کلمي نه شم موندلای چې پواسطه ئې د لوی هویدا د مړیني تسلیت ووایم. د هغه مړینه د افغانستان د موسیقي او فرهنگ له پاره یوه لویه ضایعه ده.»

د افغانستان بل ځوان سندرغاړي جاوید شریف، وویل چې ظاهر هویدا د هغو سندرغاړو له ډلې څخه وو چې افغانستان ته ئې معاصره موسیقي وروپیژندله. افغان سندرغاړی صدیق شباب، هم د هویدا د جنازي په مراسمو کې حاضر وو هغه وویل چې هویدا خپل خاص یو سبک درلود. ښاغلي شباب زیاته کړه چې د افغانستان د موسیقي په ډگر کې به د هویدا ځای د تل له پاره خالي وي.

شبگیر پولادیان چې د ظاهر هویدا یو له نزدې ملگرو او د افغانستان د سندرغاړو له ډلې څخه دئ د آلمان غږ راډیو ته وویل چې هویدا یو ډیر مبتکر سندرغاړی وو او د اماتور ډلي له جوړولو سره ئې د افغانستان د سندرو په برخه کې یو لوی بدلون رامنځ ته کړ.

ظاهر هویدا په ۱۳۲۳ هجري لمرییز کال کې په پلازمینه کابل کی وزیږید. هغه لا ماشوم وو چې له خپلې کورنۍ سره دایکندي ته ولاړ. د کورنۍ د غربت له امله هغه و نه توانید چې پر خپل وخت په ښوونځي کې شامل شي. خو له زده کړې سره د هغه مینې له کبله کوچني ظاهر کرار نه درلود. په نهه کلنۍ کې هغه په خپلو لومړنیو زدکړو پیل وکړ. هغه د کابل د استقلال په لیسه کې تر نهم ټولګي پورې زدکړې وکړې.

وروسته د زدکړو د دوام له پاره ظاهر هویدا ماسکو ته ولاړ او په ۱۹۷۱ کال کې بیرته خپل هیواد ته ستون شو او د کابل په راډیو کې ئې په کار پیل وکړ.

هویدا په افغانستان کې د موسیقي د هنر د مسلکي کولو له پاره څه د پاسه څلویښت کاله خدمت وکړ. تر هغه پورې چې ظاهر هویدا په افغانستان کې وو، هغه څه ناڅه ۳۰۰ سندرې ثبت کړې. هویدا د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې آلمان ته کډوال شو. هغه په جلاوطنۍ کې هم له خپل هنر څخه لاس وا نه خیست. خوهویدا د ژوند په دغه پړاو کې هسې لاس بریاوي نه درلودې چې له دغه د طبیعي استعداد خاوند هنرمند څخه د هغه مینه والو انتظار کاوه.

هویدا څه موده مخکې د آلمان غږ راډیو سره په یوه مرکه کې د خپل ژوند په هکله ویلی وو: «زما د ژوند ډیر کلونه په مسافري کې تیر شول. غوره به وای چې زما تخلص هویدا نه بلکه سیلانی وای.»

ظاهر هویدا په هجرت کې په یوه لڼد شپاړس دقیقه يي فلم «نان» کې چی د مسعود عطایي په لارښونه د هامبروگ په ښار کې په ۲۰۰۰ کال کې جوړ شوی دﺉ مرکزي نقش درلود. له هغه وروسته د کریم تنویر تر لارښونې لاندې په یو بل فلم کی چې «پروفیسور» نومیده هم هویدا نقش ولوبوه.

په وروستیو کې دویچه ویله ته هویدا د خپلو هنري کارونو په هکله وویل: «ډیر وخت کیږي چې ظاهر هویدا سندرې نه وایي. او هغه کسان چی باید سندرې و نه وایي، سندرې وایي. ډیر وخت کیږی چی موږ هغو ته غوږ نیسو..... غوږ نیسو او هیڅ هم نه وایو.»

ظاهر هویدا له وحیدې هویدا سره واده کړی وو او د پنځو ماشومان پلار وو. د هغه د ماشومانو نومونه ژاله، آرش، علی، لیلی او مسیح دي.

مسعود جهش
کتونکی: نسیم صابر