1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خدای پامان ظاهر هویدا

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

د افغانستان نامتو او زړه وړنکي سندرغاړي ظاهر هویدا، د دوشنبې په سهار د آلمان د هامبورګ په ښار کې د ۶۷ کلنۍ په عمر له فاني دنیا سره مخه ښه وکړه.

https://p.dw.com/p/14FMa
انځور: DW

د هویدا کورنۍ د دغه غمجن خبر پخلی کړی دﺉ. له دویچه ویله سره په په یوه تیلفوني اړیکه کې د خدای بخښلي هویدا د کورنۍ یوه غړي وویل چې ظاهر هویدا د دوشنبې په ورځ د کب یا حوت د میاشتې په ۱۵ نېټه چې د مارچ له پنځمې نېټې سره سمون لري په خپل کور کی ومړ. هویدا له اوږدې مودې راهیسې له ناروغیو څخه رنځ وړ او په وروستیو وختونو کې په رسنیو کې د هغه غږ زیات نه اوریدل کیده.

د افغانستان دغه محبوب سندرغاړی په ۱۳۲۳ هجري لمرییز کال کې په پلازمینه کابل کی وزیږید. هغه لا ماشوم وو چې له خپلې کورنۍ سره دایکندي ته ولاړ. د کورنۍ د غربت له امله هغه و نه توانید چې په خپل وخت ښوونځي کې شامل شي. خو له زده کړې سره د هغه مینې له کبله کوچني ظاهر کرار نه درلود. په نهه کلنۍ کې هغه په خپلو لومړنیو زدکړو پیل وکړ. هغه د کابل د استقلال په لیسه کې تر نهم ټولګي پورې زدکړې وکړې.

وروسته د زدکړو د دوام له پاره ظاهر هویدا ماسکو ته ولاړ او په ۱۹۷۱ کال کې بیرته خپل هیواد ته ستون شو او د کابل په راډیو کې ئې په کار پیل وکړ.

هویدا په افغانستان کې د موسیقي د هنر د مسلکي کولو له پاره څه د پاسه څلویښت کاله خدمت وکړ. تر هغه پورې چې ظاهر هویدا په افغانستان کې وو، هغه څه ناڅه ۳۰۰ سندرې ثبت کړې. هویدا د ۱۹۹۰ لسیزې په بیل کې آلمان ته کډوال شو. هغه په جلاوطنۍ کې هم له خپل هنر څخه لاس وا نه خیست. خوهویدا د ژوند په دغه پړاو کې هسې لاس ته راوړنې نه درلودې چې له دغه د طبیعي استعداد خاوند هنرمند څخه د هغه مینه والو انتظار کاوه.

هویدا څه موده مخکې د آلمان غږ راډیو سره په یوه مرکه کې د خپل ژوند په هکله ویلی وو: «زما د ژوند ډیر کلونه په مسافري کې تیر شول. غوره به وای چې زما تخلص هویدا نه بلکه سیلانی وای.»

ظاهر هویدا په هجرت کې په یوه لڼد شپاړس دقیقه يي فلم «نان» کې چی د مسعود عطایي په لارښونه د هامبروک په ښار کې په ۲۰۰۰ کال کې جوړ شوی دﺉ مرکزي نقش درلود. له هغه وروسته د کریم تنویر تر لارښونې لاندې په یو بل فلم کی چې «پروفیسور» نومیده هم هویدا نقش ولوبوه.

په وروستیو کې دویچه ویله ته هویدا د خپلو هنري کارونو په هکله وویل: «ډیر وخت کیږي چې ظاهر هویدا سندرې نه وایي. او هغه کسان چی باید سندرې و نه وایي، سندرې وایي. ډیر وخت کیږی چی مونږ هغو ته غوږ نیسو..... غوږ نیسو او هیڅ هم نه وایو.»

ظاهر هویدا له وحیدې هویدا سره واده کړی وو او د پنځو ماشومان پلار وو. د هغه د ماشومانو نومونه ژاله، آرش، علی، لیلی او مسیح دي.

عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش