1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عافيه صديقي په86 کلونو بند محکومه سوه

۱۳۸۹ مهر ۲, جمعه

په نيويارک کي يوې محکمې پرون دغه پاکستانۍ ساينس پوهه په دې تور چي په افغانستان کي يې د امريکايي سرتيرو د وژلو هڅه کړې ده ،په86 کلونو قيد محکومه کړه

https://p.dw.com/p/PLkn
انځور: AP

د محکمې له دغي فيصلې څخه وروسته په پاکستان کي يو لړ قهر او غوصې را پاريدلي دي .

عافيه صديقي چي 38 کاله عمر لري او د متحده ايالاتو محلي ورځپاڼو ورته « د القاعدې د ميرمن » لقب ورکړيدی، د روان ميلادي کال په پيل کي په دې تورنه شوه چي په افغانستان کي يې د امريکايي سرتيرو د وژلو پلان درلود.

په داسي حال کي چي ميرمن صديقي پخوانی تروريستي سابقه نه درلوده او يواځي پرې شک شوی چي له القاعدي سره تړاو درلود، د نوموړي محکمې قاضي، Richard Berman پرهغې باندي د ډيري سختي سزا حکم صادر کړ او وويل:« دا زما فيصله ده چي ډاکتر صديقي په 86 کلونو د بند په سزا محکومه شي .»

د قيد دغي سختي سزا د ميرمن صديقي په پلارني ښار کراچي او په لاهور کي يو لړ قهر او غوصي راوپارولي دي . هلته په سل ګونو فعالينو په مظاهرو لاس پور کړ او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکړل .

د هغې خور فوزيه صديقي په کراچي کي خبريالانو ته وويل چي « ټول پاکستان به د هغې له غورځنګ سره» يو ځای شي ،تر څو عافيه له زندان څخه بيرته آزاده شي .

خو د نيويارک د محکمي په سالون کي صديقي په وار سره له مسلمانانو څخه وغوښتل چي غبرګون ښکاره نه کړي او چپ پاته شي . دې وويل: « زما په قضيه کي هر يوه ته بخښنه وکړی ،لطفا.... او زه هم قاضي Berman بخښم .»

عافيه صديقي نايرو ساينتست يا «عصب پوهه» ده چي د امريکا متحده ايالاتو د مسيچوسيتس د تکنولوجي په انستيتوت او د Brandeis په پوهنتون کي يې لوړي زدکړي کړي دي .

د محکمي له فيصلي څخه وروسته هغې وويل چي نوموړې هيڅ دليل نه ويني چي د فيصلي پر خلاف دي چاته عرض وکړي . خو د هغې حقوقي وکيلانو ژمنه وکړه چي د هغي د خلاصون لپاره به هڅه وکړي.

د نيويارک څارنوال، Charles Swift خبريالانو ته وويل: « مهمه خبره دا ده چي د محکمي د فيصلې پر ضد عرض وړاندي شوی دی او په دوسيه کي اشتباهاتو ته به ګوته ونيوله شي، ځکه په دغه قضيه کي ډيري غلطۍ شوي دي.»

ميرمن صديقي چي د درو ماشومانو مور ده ،وروسته له هغه مجرمه وګڼله شوه چي په 2008 کال کي د افغانستان د غزني د ښار د پوليسو په يوه ماموريت کي د تحقيقاتو په وخت کي يوه ټوپک ته لاس واچاوه او هڅه يې وکړه چي په هغه سره د متحده ايالاتو په حاضرو سرتيرو او د FBI په کارکونکو باندي ډزي وکړي .

مستنطقينو وويل چي هغي د يوه امريکايي سرتير ټوپک ته لاس واچاوه او هغه يې تري واخيست او په ډزو يې لاس پوري او شعار يې ورکړ« مړه ده وي امريکا».

هغې څوک ټپيان نه کړل او مخکي له دې چي په هغې لاس برتوب وموندل شي، خپل ځان يې ټپي کړ.

خو د ميرمن صديقي مدافع وکيلان دا خبره ردوي او نه مني چي هغې دي کوم ټوپک ته لاس اچولې وي . هغوی وويل: په ادعا شوي ټوک کي د هغې د ګوتو اثر نه دی موندل شوی .

دغه راز هغوی د متحده ايالاتو د حکومت دا تصورهم ردوي چي د القاعدي يو رابط سړی يا ښځه دي تروريست وي .

په داسي حال کي پر ميرمن صديقي باندي تروريستي تورونه لګول شوي، دا په دې تورنه شوه چي په کراچي کي خطر لرونکي کيمياوي مواد او هغه اسناد ليږدول چي په نيويارک کي ځینی مهمي ودانۍ لکه د Empire State Building باندي د حملۍ يو پلان ته اشاره شوې وه.

د قاضي Berman له خوا دې ته د سختي قيد ساز ټاکل کيدو کي پر نوموړي باندي د تروريستي فعاليتونو تور مهم نقش لري .

ميرمن صديقي په خپلو يادونو کي څوځلی دا ادعا هم وکړه چي د2008 کال د جولای له پيښي څخه مخکي هغې ګواکي پنځه کاله په پټو زندانو کي تيري کړي دي ،چي په دې اړه په بګرام کي د متحده ايالاتو پوځي هډې نوم هم اخيستل شوی او ادعا لري چي هغه هلته ربړول شوې او« مغزي شستوشو» شوې ده.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري