1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام افغانان د توکیو د کنفرانس په اړه څه وایي؟

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه

د کابل ښار اوسیدونکي وایي چې افغانان باید پخپله افغانستان جوړ کړي، خو په دې بهیر کې باید له هغوی سره نړیواله ټولنه مرسته وکړي. هغوی د توکیو کنفرانس ته خوشبینه دي.

https://p.dw.com/p/15TXi

په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان په اړه شاوخوا لس لویې غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي چې پکښې له افغانستان سره د شاوخوا ۳۷ ملیارده امریکايي ډالرو مرستو اعلام شوي دئ.

په دې ترڅ کې د افغانستان په هکله وروستی نړیوال کنفرانس د یکشنبې په ورځ په توکیو کې پیل شو. په دې کنفرانس که نړیواله ټولنه له افغانستان سره د راروانو څلورو کلونو له پاره د ملکي مرستو ژمنې وکړې. افغان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه هر کال د څلور میلیارده ډالرو ملکي مرستو غوښتنه کړې ده.

که څه هم په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنې شوې دي خو بیا هم دغه هیواد د نړۍ د ډیرو غریبو هیوادونو په ډله کې شمیرل کیږي. دغلته ډیرې کورنۍ د ژوندانه لومړنیو اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري او حکومت هم په پراخ مالي فساد کې ډوب دئ. افغانستان همداراز له سومالیا وروسته  په  نړیواله کچه د ادارې فساد له اړخه تر ټولو مفسد هیواد شمیرل کیږي.

د کابل دوه تنه اوسیدونکي چې د حکومتي ادارو مامورین دي وایي چې بهرنیان باید دوی ته شا نه کړي ځکه چې تر لاسه شوي پرمختګونه به په اوبو لاهو شي او د توکیو  کنفرانس به هم بي اغیزه ثابت شي. د کابل ولایت اوسیدونکی سید انور وایي:

«که نړیواله ټولنه له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ودریږي  کومه ستونزه نه شته، خو که په میدان مو پریږدي نو بیا به بدبختي پيل شي.»

د دې ولایت یو بل اوسیدونکی وايي چې افغانان باید پخپله خپل هیواد جوړ کړي. هغه زیاتوي: «افغانستان باید پخپله افغانان جوړ کړي خو سره له دي هم موږ د نړیوالې ټولنې مرستو ته د یوې مودې له پاره اړتیا لرو.»

په تیرو لسو کلونو کې د ډیرو ښارونو څیرې بدلې شوي دي. په ښارونو کې دنګې ودانۍ چې پرې په میلیونونو ډالر لګیدلي دي جوړې شوې دي. د توکویو د یکشنبې د ورځې په غونډه کې ډیری ګډون والو پر یوه خبره ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید مالي فساد له منځه یوسي. خو ښايي دا یوازې افغان حکومت نه وي چې په مالي فساد کې ډوب بلل کیږي بلکې یو شمیر بهرنۍ ادارې هم په تیرو څو کلونو کې په فساد تورنې شوي دي.

د سوداګرۍ خونو یو چارواکی اذرخش حافظي، وایي چې په تیرو لسو کلونو کې ډیرو بهرنیانو هم په افغانستان کې په مالي فساد کې لار لره:

«بهرنیانو هم ډیر فساد کړی دئ. زه پوهیږم چې په ډيرو قراردادونو کې ئې ونډه اخیستې ده. دوی له سیمه ییزو مامورینو او والیانو سره په فساد کې شریک دي. که چیرې په افغانستان کې پاکه اداره وي بیا نو بهرنیان هم نه شي کولای چې فساد وکړي.»

د نړیوال بانک په یوه راپور کې چې تیره میاشت خپور شوی دئ ویل شوي چې په افغانستان کې له اقتصادي پرمختګ سره سره لا هم خلک دیر بي وزله دي او د کاري ځواک تقریبا اتیا سلنه کار نه لري.

د ولسي جرګې غړی محمد عبدو، په دې اند دئ چې که څه هم افغان ولسمشر د توکیو  په غونډه کې بیا د  فساد خطمول په راتلونکو کلونو کې د خپلو لومړيتوبونو له ډلې وشمیرل خو هغه وایي چې ښایي په افغانستان کې فساد په نزدې وختونو کې له منځه ولاړ نه شي:

«یو فاسد کس چې سر تر پایه په فساد کې ډوب شي او بیا رسوا شي نو له هغې دندې لري شي او ورته بله دنده وسپارل شي. په دې ډول نو څرنگه فساد له مینځه تلای شي. دا کس په نوي اداره کې لا په سپين سترګۍ اداري فساد کوي.»

خو سره له دې ټولو نمیګړتیاوو چې د مالي مدیریت په برخه کې افغان حکومت ورسره مخامخ دئ، ځینې بیا په دې اند دي چې د توکیو د یکشنبې ورځې کنفرانس چې پکښې د  افغانستان په اړه نړیوالي ژمني وشوې د دغه هیواد د نړیوال وقار له پاره یو ښه پرمختګ دئ.

د سیاسي چارو مبصر عبدالستار سعادت وایي چې دغه شان غونډې د افغانستان حیثیت ته په نړیواله کچه اعتبار وربخښي:

«افغانستان اوس په نړۍ کې د داسي یوه هیواد په توګه پیژندل شوی دئ چې د نړۍ مقتدر ملکونه ئې د ځان په ګټه او خپل شریک ګڼي. خو دا چې مونږ  د مالي مرستو سم مدیریت نه کوو دا بله ستونزه ده. دا چې امن رامنځ ته نه شو دا زموږ بله  نیمګړتیا ده چې پرې اعتراف کوو.»

تر دې مخکې د چاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې نړیواله ټولنه به له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړي.

میرویس جلالزی
کتونکی مسعود جهش