1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د شیکاګو د غونډي پایلې څرنګه ارزوي؟

۱۳۹۱ خرداد ۲, سه‌شنبه

په شیکاګو کې د ناټو غونډه د یوې اعلامیې په صادرولو ختمه شوه. په دې غونډه کې ناټو ومنله چې د راروان کال تر نیماي پورې به په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوي او روزنیزو عملیاتو ته به دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/14zgL

د افغانستان په هکله د شیکاگو د غونډې اعلامیه په عمومي دول په دوو عمده ټکو راڅرخي. یو دا چې ناټو به د راروان ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پورې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوي او پر ځای به ئې د افغان پوځیانو روزني ته مخه وکړي او دویم دا چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به ناټو خپل ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه راوباسي.

ولسي افغانان که څه هم له افغان دولت سره د شمالي اتلانتیک تړون له ژمنو خبر دي خو بیا هم دې ته د شک په سترګه ګوري چې افغان ځواکونه وکړای شي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنیت خوندي کړي. ځکه د هغوی په اند له یوه لوري افغان سرتیري کافي روزل شوي نه دي او له بلې خوا د افغانستان حکومتي اقتصادي نظام ډير کمزوری او د پردیو په بسپنو ولاړ دئ.

د افغانستان په هکله د شیکاگو د غونډې په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره او د دغه هیواد د هوکړې له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو شمیر له اوسني حد څخه ۲۳۰ زرو تنو ته را ټیټ کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې افغان جنرالانو او پخپله ولسمشر خبرداری ورکړی وو چې په دې اړه هیڅ راز پریکړه نه ده شوې. افغان حکومت همداراز د شیکاگو په غونډه کې د خپلو ځواکونو د تمویل له پاره د ۴.۱ میلیاردو ډالر غوښتونه هم وکړه چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د لگښونو د پر غاړه اخیستلو ژمنه وکړه.

خو که له یوې خوا د ناټو د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو خبري کیږي له بلې خوا دا ویره هم شته چې افغانستان به د ګاونډیانو لاس ته ولویږي. د جمهور رئیس کرزي یو تن مشاور شهزاده مسعود، په دې باور دئ چې ناټو باید د افغانستان له ګاونډیو څخه دا تظمین واخلي چې نور د دغه ملک په چارو کې لاس وهنه نه کوي:

«زما په اند د ناټو د تړون غړي باید د خپل ماموریت د بریالي پای ته رسولو له پاره د افغانستان له ګاونډیانو دا تظمین واخلي چې نور د افغانستان په چارو کې لاس وهنه نه کوي.»

د سیاسي چارو مبصر وحید مژده، بیا وایي چې ناټو تر اوسه هم د افغانستان د لانجې د هوارولو له پاره په سیاسي ډیالوګ سل په سلو کې باور نه لري نو ځکه ئې مشر ویلي دي چې پر طالبانو به خپل پوځي فشارونه زیاتوي چې هغوي د خبرو میز ته حاضر شي:

«د جګړي له لاري د افغانستان مشکل نه حلیږي. د ناټو مشر وویل چې جګړه به طالبان سولې ته وهڅوي. دا غلطه خبره ده.»

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب