1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام خلک: طالبانو له مرگ سره مخامخ کړي یو

۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبه

د خاکريز ولسوالۍ د دريو سيمو(تنبيل، چنار او ميانوخيل) اوسيدونکي وايي، چي له تيرو٢مياشتو راهيسي ئې ټولي لاري د وسله والو طالبانو لخوا په ماينونو فرش سوي دي. خو وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/15cxt
انځور: AP

دغه اوسيدونکي وايي اوس دوى کافي خواړه نه لري او د ولسوالۍ بازار ته د ښخ سوو ماينونو په سبب تللاى نه سي.

دوى وايي پردې ستونزو سربيره لاهم وسله وال طالبان ورته ګواښونه کوي، چي ولي ئې له دولت سره دسيمه ييزو پوليسو په جوړولو کي همکاري کړې ده.

ددغو سيمو خلکو تيره ورځ له رسنيو وغوښتل چي ږغ ئې تر لوړپوړو دولتي چارواکو پوري ورسوي:

«دا دوې مياشتي کيږي پرموږ باندي ټولي عمومي لاري د ماينونو دلاسه بندي دي، زموږ ډېرى کليوال، ښځي، سپين ږيري او کوچنيان لاهم ماينونو وژلي دي. د غنمو درمندونه مو همداسي را پاته دي دومره واک نه لروچي د ولسوالۍ مرکز ته ئې د اوړه کولو له پاره يوسو. مريضان راته پراته دي، طالبان کوروته بمونه راغورځوي او په کوروکي موهم وژني او وايي، چي تاسي ولي له دولت سره همکاري کوي.»

د تنبيل، چنار او مياخيلو اوسيدونکي زياتوي، چي وسله وال طالبان ورته ګواښ کوي چي يابه له دولت سره پرېکون اعلانوى او يابه له کورونو څخه وزي.

د خاکريز ولسوال عبدالقيوم هم په دغه سيموکي د وسله والو پراخ حضور مني او وايي چي نه يوازي په دې سيموکي، بلکي په نورو کليو کي هم وسله والو ماينونه ښخ کړي دي. هغه وايي هره ورځ يو شمېر بې ګناه کليوال په دغه ماينونو کښي خپل ژوند له لاسه ورکوي:

«دا درې کلي د ولسوالۍ په ورستيو برخو کي پراته دي او خلګ ئې لکه څرنګه چي وايي له دغو مشکلاتو سره مخامخ دي، موږ خپل وس نه دئ ورڅخه سپمولى او دا دئ دوى ته مو نن هم خوراکي مواد په طياره کي راوړي دي.»

د ولسوال په خبره، که له دې خلکو سره پروخت مرستي ونه سي نو په سيمه کي به يو انساني ناورين رامنځته سي.
له هغه وروسته چي د کندهار ولايت د دريو ولسوالیو، ارغنداب، دامان او ډنډ امنيتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل سو، له يو شمېر خلکو سره اوس داسي انديښې را پيداسوي دي، چي گواکي افغان امنيتي ځواک به په ځانگړې توگه د هيواد په جنوب لوېديځ کي په دغه دنده کښي پاته راسي.

د نظر ورکوونکو په اند افغان امنیتي ځواکونه لا تر اوسه پوري ددې جوگه نه دي، چي دداسي ولايتونو لکه کندهار، روزگان، هلمند او يا زابل امنيتي ستونزو ته دي په يوازي سر اوږه ورکړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل