1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: د بهرنيو ځواکونو په وتلو خوشحاله يو

۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبه

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چي د بهرنيو عسکرو له وتلو سره ئې په سيمه کي امنيت ټينګ سوى دئ او دوى کولاى سي چي خپلو باغونو، کورونو او ښار ته هرمهال په خلاصه پښه تګ راتګ وکړي.

https://p.dw.com/p/165qL
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د يادي ولسوالۍ د (خسرو، تابين او چهارباغ) د سيمو باغ لرونکي وايي، چي نه يوازي ئې په سيمه کي امنيت راغلى دئ، بلکي پر خپلو مځکو باندي د هر ګړي ګرځيدو ئې پرحاصلاتو مثبته اغيزه کړې ده، او په خبره ئې چي تر اوسه ئې له حالت څخه خوښ دي.

دوى وايي اوس ئې په سيمه کي کورني ځواکونو(ملي اردو، سيمه ييز او ملي پوليس) امنيت ساتلى دئ او له دوى سره په ژبه او کلتور پوهيږي او دوى هم ورسره همکاري کوي.

د يادي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی چي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي وايي: «موږ ډېر خوشحال يو، ترمخه مو په ټوله ورځ کي دوه ساعته انګور يا انار شکولاى سواى، د شپې خو ګرسره باغونو ته نه سوای ورشوه کيدلاى يابه ماينونه وه يا به امريکايانو او يا هم طالبانو نه پرېښودولو.»

دوی وايي، اوس چي امريکايان له ارغندابه وتلي دي، هم د شپې ګرځو هم د ورځي، اوس هيڅ مشکل نسته، پر وخت ئې بازار ته رسوو هلته هم په ښه بيه را خرڅيږي.

په ارغنداب ولسوالۍ کي د٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د درېيم کنډک مسئول ډګرمن نبي الله نظامي وايي، چي په ياده ولسوالي کي دوى ته د نړيوالو ځواکونو له وتلوسره سم ٦کمپونه سپارل سوي دي، چي دوى بيا ٣ کمپونه ملي اوسيمه ييزو پوليسو ته د لوړو مقاماتو په امر ورکړي دي.

د نوموړي په خبره په ټوله ولسوالۍ کي دوى له نورو امنيتي ځواکونو سره بشپړه همږغي لري او دا د دوى همږغي او د خلګو همکاري ده چي په ارغنداب ولسوالۍ کي خلګ په ارامه ژوند کوي:

«نړيوالو ځواکونو خپلي وسلې او تجهيزات له ځانه سره وړي دي او په کمپ کي نور سامانونه افغان ملي اردو ته سپاري او موږ په ټوله ارغنداب ولسوالۍ کي هيڅ امنيتي ستونزه نه لرو.»

څه موده وړاندي (ارغنداب ،ډنډ،دامان او کندهارښار) امنيتي مسئوليت له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ملي ځواکونو ته وسپارل سو. د امنيت تر سپارلو دمخه له خلګو سره اندېښنه وه چي د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره به امنيت ګډوډ سي خو اوس د يادو سيمو خلګ وايي، چي تر پخوا ئې په امنيتي لحاظ په ژوند کي مثبت بدلون راغلى دئ.

د چارو شننونکي هم وايي، که چيري افغان دولت په اخلاص سره د خپلو خلګو د ساتني له پاره لستوڼي راپورته کړي، امنيتي ستونزي يو څه له منځه ولاړي سي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل