1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: د بيا رغوني بهير ډير پڅ دی

۱۳۸۹ بهمن ۷, پنجشنبه

د ننګرهار ولايت يو شمير اوسيدونکي په هغه ولايت کي د بيارغوني په برخه کي د تر سره سوو کارونو څخه ناراضه دي، او وايي چي هغه څه چي تر سره سوي هم دي کيفيت يې ډير ټيټ دی.

https://p.dw.com/p/Qw5R
په جلال اباد کي د بيا رغاوني بهير
په جلال اباد کي د بيا رغاوني بهيرانځور: AP

د دغه ولايت د بيلابيلو ولسواليو څو تنو اوسيدونکو المان غږ ته وويل چي د دوی په سيمو کي د کليو او پراختيا په چوکاټ کي چي کومي پروژي ترسره سوي ډيري پيسي پکښي شخصي جيبونو ته تللي.

د هغوی په خبره د پروژو کارونه بې کيفته وو چي په لنډه موده کي به بيرته له منځه ولاړسي.

د ننګرهار د دور بابا يو تن اوسيدونکي هدايت الله وويل:« کارونه شوي خو ټول بې کيفيته دي. او د وخت به تيريدو سره به ډير ژر لمنځه لاړسي. زه په خپل کلي کي داسي پروژي در ښيم چي بيرته له منځه تللي دي.»

د دې ترڅنګ محمد لطيف هم دا ډول ستونزي يادوي او وايي :« ټولي روپي خلکو په جيبونو کي اچولي خلکو ته يي هيڅ کار ندی کړي هغه خلکو ته کار شوی چي ملکان او مشران دي.او بس.»

خو د ننګرهار ولايت د کليو او پراختيا د رياست مسوولين د بيارغوني په برخه کي په تير کال کي د ډيرو لاسته راوړنو ترڅنګ په يو شمير ولسواليو کي د لسګونو پروژو د تطبيق خبره کوي.

د دغه رياست وياند سيد معروف سادات څو ورځي وړاندي له رسنيو سره په خبرو کي وويل:

« د ننګرهار په ټولو ولسواليو کي موږ پروژي پلي کړي دي. د خلکو ستونزو ته مو د پای ټکی ايښی دی. د بيارغوني د پروژو تر څنگ نور يو شمير کارونه هم د ملي پيوستون لخوا ترسره شوي دي، چي خلکو ته اسنتياوي رامنځته شي.»

نوموړي د خلکو د نيوکو په اړه وويل: « هغه سيمي چي د سيلابونو له خطر سره مخ کيږي موږ هلته استنادي ديوالونه جوړ کړيي دي. زموږ پروژې ټولي د سيمي خلک انتخابوي او واک پکښي ټول سيمه ايزو وګړو ته ورکول شوی دی. نو هيڅوک په کي درغلي نه شي کولای.»

دا په داسي حال کي ده چي په ختيځ کي د بيارغوني يو شمير پروژې چي کارونه يي بشپړ سوي وو. د سيلابونو له امله لمنځه تللي دي، چي خلک يې علت د کيفيت ټيټ والی په ګوته کوي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل