1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: د هيرويني فابريکې بندي کړي

۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبه

د ننګرهار ولايت د يو شمېر سرحدي ولسواليو خلک په خپلو سیمو کي د هيروينو فاريکو د ډيريدو خبر ورکوي او وايي چي پر دې سربيره چي د سيمي امنيت ته خطر پيښوي، ددوی ځوانان بې لاري کوي.

https://p.dw.com/p/QutJ
په افغانستان کي ورځ تر بلي په نشو د روږدو کسانو شمېر ډيريږي
په افغانستان کي ورځ تر بلي په نشو د روږدو کسانو شمېر ډيريږيانځور: DW
د ځايي اوسيدونکو په خبره دغه فابريکې په اچين، سپين غر او دور بابا کي دغه فابريکي شتون لري .

ددغه سيمو اوسيدونکو له سرحد ي ساتونکو غوښتنه کړې چي بايد پر ضد يي عمليات ترسره کړي او دغه فابريکي له منځه يوسي.

د اچين يو تن اوسيدونکي شريف خان المان ږغ ته وويل چي:« پدې فابريکو کي لوړ پوړي دولتي چارواکي لاس لري او مفادات تري په لاس ورځي.»

هغه وايي، يا خو دولت دومره کمزوری سوي چي نور نو د ټينګي نه دي او ياهم دولتي چارواکي د فابريکو په ګټو کي شريک دي.

د سيمي يو بل اوسيدونکي محمد اسماعيل هم له دولته غوښتنه وکړه چي بايد د هيروينو د فابريکو او قاچاقبرو پرضد جدي ګامونه واخلي .

د ختيزو ولايتونو د سرحدي پوليسو چارواکي دا مني چي پدغه غرنيو سيمو کي د هيروينو يو شمير فابريکي شتون لري خو دا نه مني چي ګوندي دوی يي په لمنځه وړلو کي پاته راغلي.

د ختيځ ولايتونو د سرحدي پوليسو قومندان جنرال اميرخيل پدې اړه المان ږغ ته وويل:« د هيروينو فابريکي شتون لري خو موږ هڅه کړي له منځه يي يوسو او تر ډير بريد په خپلو چارو کي بريالي سوي هم يو.»

دا په داسي حال کي ده چي څه موده د مخه د ننګرهار د اچين د سرحدي ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ناټو او روسيې ځانگړو ځواکونو په گډو عملياتو کي د هيروينو يو شمېر فابريکې له منځه يو وړې.

ترعملياتو وروسته د ولسمشر کرزي په شمول يو مشير لوړ پوړو افغان چارواکو يادونه کوله چي دغه عمليات ددوی له مشورې پرته ترسره سوي دي.

شمعه احمدزۍ/ جلال آباد

کتونکی: نجيب الله زيارمل