1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: د پاکستاني طالبانو څخه سخت په تکيلف يو

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

د ننګرهار د سرحدي والسواليو ځني سيمه ييزچارواکي او ولسي وګړي شکايت کوي چي ډير کله ددوی سيمو ته د پولي د بلي خوا څخه طالب جنګيالي ور اوړي، ځايي خلک زوروي خوامنيتي ځواکونه يي مخه نه نيسي.

https://p.dw.com/p/11ZHh
«پخپله کوډله کي مو څوک نه پريږدي»
«پخپله کوډله کي مو څوک نه پريږدي»انځور: AP

د نازيانو د سرحدي ولسوالۍ يو تن اوسيدونکی چي د نوم د ښودلو څخه ډډه کوي وايي چي: « د نازيانو، ګوشتې، دوربابا او ځينو نورو سرحدي والسواليو ته له تبۍ نه چيري چي، د منګل باغ ، لښکرطيبه او نور پاکستاني طالبان ميشت دي سيمي ته را اوړي او خلک زوروي.»

د ځايي اوسيدونکو په خبره دغه وسله وال د دولتي کړيو تر څنگ دوی هم کړوي او هيڅ څوک نسته چي ددوی دفاع وکړي.

ددې خلکو په خبره سرحدي سيمي چي، ترډيره غرنۍ دي د امنيتي سرتيرو فعاليت هم ډير پکښي محدود دی.

دوی وايي افغان امنيتي ځواکونه نسي کولای چي دوی ددې گواښ څخه و ژغوري، او دغه ولسوالۍ اوس ورځ تر بلي تر گواښ لاندي کيږي.

د دوربابا والسوالۍ والسوال حاجي هميشه ګل هم دا مني چي په دغو ولسوالیو کي يادي ستونزي سته.

« د نازيانو والسوالۍ په، مورچل، تورومارو اوکټي په سيموکي ددولت مخالفين شته دي، هغو که وغواړي نو د نازيانو يا دوربابا والسوالۍ ته په يوه ساعت کي ورتلای سي او د خپل فعاليت وروسته بيرته ځني وتلای سي.»

په همدې حال کي په ختيزکي د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل بيا په ډاګه وايي چي، د همدې والسوالۍ په ګډون په ګڼو نورو والسواليوکي هم په پراخه کچه طالب جنګيالي شته، چي خلکو ته ستونزي جوړي کړي.

قوماندان امرخيل وايي په سرحدي سيموکي ډير پاکستاني طالبان شته، او هغوی سرحدي ځواکونو نيولي دي. خو ځايي قومي مشران يې د بيرته خوشي کولو هڅي کوي.

ياده دي وي چي، نږدې درې مياشتي وړاندي په ختيزکي ۲۰۱سيلاب قول اردو او دغه راز نورو امنيتي ادارو په همدې سرحدي سيموکي ددولت د مخالفينودله منځه وړلوله پاره د عملياتو د ترسره کولو اعلان وسو. خو تر اوسه هيڅ هم ندي سوي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل