1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: له سيمه ييزو پوليسو خوشحاله يو

۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چي په ولسوالي کي ئې سيمه ييزو پوليسو ښه نتجه ورکړې ده اودوى ئې له چلند څخه خوښ دي.

https://p.dw.com/p/16Bu9
انځور: AP

ارغنداويان وايي چي اوس ئې دسيمه ييزو پوليسو په ډېريدو د ولسوالۍ د ډېرو ليرو پرتو سيمو په امنيت کي هم مثبت بدلون راغلى دئ او هر څوک ئې هري برخي ته تلای سي.

د ارغنداو خلک له دولت څخه غواړي چي د يادي ولسوالۍ په پاته نورو سيمو کي هم محلي پوليس ځاى پرځاى کړي. د دغي ولسوالۍ يو تن سپين ږيری وايي:

«موږ له محلي پوليسو څخه ډير خوشحاله يو، دوى ترهرچا په سيمه کي بلد دي، دوست او دښمن ښه ورته معلوميږي. ترمخه دلته امنيت خراب وو، اوس د ولسوالۍ د مرکز او ليري پرتو سيموامنيت يوډول دئ، هر څوک خپلو مځکو او باغونو ته تللاى سي.»

د بابا صاحب زيارت
د بابا صاحب زيارتانځور: DW

د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان نيازمحمد مجاهد هم وايي، چي د امنيتي ځواکونو تر څنګ سيمه ييزو پوليسو ښه نتيجه ورکړې ده.

د هغه په خبره په دې لاره کي د سيمي قومي مشران او مخور داسي ځوانان ورته معرفي کوي چي دوى ورباندي کلک باور و لري:

«دمخه په دې ولسوالۍ کي امنيت خورا ګډوډ وو. خو اوس په هره سيمه کي چي موږ د قومي مشرانو او سپين ږيرو په مرسته محلي پوليس جوړکړي دي، هلته ئې د خلکو په ساتنه کي لوى رول لوبولى دئ او خلک ورڅخه خوښ دي.»

د ارغنداب ولسوالۍ د بېلابېلو کليو څو تنو سيمه ييزو پوليسو په سيمه کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي د خپلو خلکوخدمت ته ئې ملا تړلې ده او په خپله سيمه کي ئې امنيت راوستلى دئ:

«موږ د خپلو خلګو، خپلو کليو او خپلو سيمو ساتلو ته د هر دښمن په وړاندي توپک په لاس ولاړيو، هيڅوک نه پرېږدو چي زموږ په سيمه کي د خلکو ژوند نا ارمه کړي. د خلکو په ساتنه کي هيڅکله نه ستړي کيږو ځکه دا سيمه زموږ ده او خلک ئې زموږ د کور مشران دي.»

د ارغنداب ولسوالۍ يوه پوليسه
د ارغنداب ولسوالۍ يوه پوليسهانځور: AP

خو دوى له دولت څخه هيله کوي چي که ئې تنخوا پر وخت ورکول سي او سم تجهيز سي نور به هم وهڅيږي چي د سيمي خلک له نا امنيو څخه وژغوري.

د ارغنداب امنيه قومندان هم د دوى ستونزي پرځاى ګڼي او وايي، چي د سيمه ييزو پوليسو له ستونزو څخه خبر دئ او دا ستونزي ئې په کندهار او مرکز کابل کي له مسئولو چارواکو سره شريکي کړي دي.

ارغنداو ولسوالي ته په تشکيل کي ۴۰۰ تنه سيمه ييز پوليس ټاکل سوي دي، چي د چارواکو په خبره تراوسه ئې٣٧٠ تنه په بېلابېلو کليو کي په دندو ګمارل سوي دي او پاته نور به ئې هم په نژدې ورځوکي په دندو وګمارل سي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل