1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: په کندهار کي کوچنۍ افغانۍ نه چليږي

۱۳۹۱ آبان ۳۰, سه‌شنبه

کندهار ښاريان وايي، چي په دغه ولايت کي د دوو او پنځه افغانيو کاغذي بانک نوټونه نه چليږي. خو په دغه ښار کي (د افغانستان بانک) څانګه وايي چي د ېوې، دوو او پنځه افغانيو، کاغذي بانک نوټونه د پخوا په شان چليږي.

https://p.dw.com/p/16m5A
انځور: AP

تراوسه معلومه نه ده چي دا اوازې له کومه خپرې سوي دي، خو عامو خلکو ته يې سخته ستونزه جوړه کړې ده او پر کاروبار يې هم خپل سيورى غوړولى دى.

د کندهار ښاريان وايي، چي دوى په رسمي ډول خبرتيا نه ده اورېدلې، لاکن چي هر چاته د افغانۍ، دويي او کاغذي پنجي د سودا اخيستلو له پاره وړاندي کړي، څوک يې نه اخلي. د کندهار يو تن اوسېدونکی چي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي وايي:

«چي هر دوکاندار يا موټروان ته پيسې ونيسو، نه يې غواړي او وايي دا ناچله سوي دي. اوس موږ حيران يو چي په دې پيسو څه وکړو. دغه ما سړي ته تر زرو زياتي دغه پيسې پرتې دي خو خلک يې نه چلوي.»

په کابل کي د صرافۍ مارکېټ يا شهزاده سرای
په کابل کي د صرافۍ مارکېټ يا شهزاده سرایانځور: AP

دغه ډول کاغذي افغانۍ له هغو هټيوالو سره ډېري همداسي ناچله پاته دي، چي د کوچنيانو خوراکي او د لوبو شيان پلوري. دغه دوکانداران وايي، چي سخت يې تاواني کړي دي او يوازي يې په صرافۍ مارکېټ کي  صرافان د کلدارو په بيه ځني غواړي.

خو په کندهار کي د صرافانو په استازيتون عبدالباري وايي، چي دوى ځکه د ميده کاغذي افغانيو اخيستلو ته زړه نه ښه کوي، چي په خبره يې بانکونه له دوى څخه په حوالو کې د غټو نوټونو غوښتنه کوي او د کوچنيو پيسو په اخيستلو کي ناغيړۍ کوي:

«دا ټوله ستونزه بانک جوړه کړې ده، کله چي موږ کوم ځاى ته پيسې حواله کوو نو دوى له موږ څخه يوازي د زر او پنځه سوه افغانيو نوټونه غواړي او په نورو پيسو کي ناغيړۍ کوي.»

د صرافانو استازی زياتوي په دې لار کي دولت ته په کار ده چې په سم ډول د خلکو په دغه ستونزه ځان خبر کړي او په ټينګار سره يوه پرېکړه وکړي، چي د خلکو زړونه پر کراره سي.

خو په کندهار کي (د افغانستان بانک) د څانګي مسئول سردار فضل احمد وايي چي دوى ته هم دا خبره رسېدلې ده، خو په هيڅ صورت کي تراوسه پوري د دغو کاغذي پيسو د ناچله کولو پلان نه لري اونه هم له مرکزي بانک څخه دوى ته په دې اړه لارښوونه سوې ده.

«اوس ټولي راکړي ورکړي په غټو بانک نوټونو کيږي»
«اوس ټولي راکړي ورکړي په غټو بانک نوټونو کيږي»انځور: AP

د هغه په خبره، دا د يوشمير پردې پالو کسانو له خوا داسي اوازې خپرېږي، چي افغانۍ کم ارزښته وښيي:

«تراوسه پوري موږ ددې کاغذي نوټونو د بې ارزښته کيدو له پاره کوم تصميم نه لرو اونه د راتلونکي له پاره څه داسي پلان سته. دا اوازې يوازي د شخصي ګټو پربنسټ او يا هم د پرديو له خوا د افغانۍ د ارزښت د راکښته کولو له پاره خپريږي، چي هيڅ قانوني بڼه نه لري او خلک بايد په دې لار کي هيڅ اندېښنه و نه لري، دا کاغذي نوټونه د پخوا په شان په چلښت کي دي.»

په کندهار کي د يوې، دوو او پنځه افغانيو کاغذي بانک نوټونو د ناچله کيدو اوازه په داسي وخت کي خپره سوه چي د دغه ولايت والي توريالي ويسا په يوه غونډه کي ويلي ول چي په کندهار کي دي ټولي راکړي وکړي په افغانيو تر سره سي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل