1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالرحیم وردک له خپلې دندې څخه استعفأ وکړه

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

جنرال عبدالرحیم وردک د سه شنبې په ورځ د دفاع وزارت له سر پرستۍ څخه استعفأ وکړه. د افغانستان ولسي جرګې وردک ته د شنبې په ورځ د نه باور رایه ورکړه خو ولسمشر د نوي وزیر تر گومارلو پوري دی د سرپرست په توګه ټاکلی وو.

https://p.dw.com/p/15lAZ
انځور: AP

جنرال عبدالرحیم وردک د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه د پارلمان د پریکړې درناوی کوي. اوس کيدای شي چي په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر له ستونزو سره مخامخ شي. په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

وردک د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: «کله چې د افغانستان پارلمان زه دوه ځله د دې هیواد د دفاع وزیر په توگه وټاکلم، ما د هغوی د پریکړو درناوی وکړ، اوس چې دوی پریکړه کړې ده چې ما له دې دندې څخه گوښه کړي، زه ئې بیا هم د پریکړي درناوی کوم او له همدې کبله له خپلې دندې څخه استعفأ کوم.»

د افغانستان ولسي جرگې د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، او د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، ته د نه باور رایې ورکړي. ولسي جرگې له دغو دوو وزیرانوڅخه په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو او د پاکستان له اړخه پر دې هیواد باندې د توغندیو د توغولو په اړوند صلاحیت واخیست.

د وردک له استعفأ سره اوس د افغان حکومت یو ډیر مهم دفاعي پوست خالي شو. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو وختونو کې خپلي حملې ډیري کړي دي او امریکایي او فرانسوي ځواکونه هم په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د را کمولو په حال کې دي.

دا لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې ولسمشر کرزی به د وردک پر ځای څوک وټاکي. خو د ولسمشر یوه ویاند دویچه ویله ته وویل چې ولسمشر کرزي لا تر اوسه پورې د وردک استعفأ نه ده منلې.

په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې د ناامنۍ پېښي ډیري شوي دي. یوازې د سه شنبې په ورځ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یوې چاودنې اته تنه ملکي کسان ووژل. تر دې چاودنې وروسته د لوگر په ولایت کې یوه بله چاودنه و شوه چې شل تنه پکښې ټپیان شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی سید ریاض