1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«عبدالسلام د نورو بریدونو په هڅه کې وو»

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

د بلجیم د بهرنیو چاور وزیر ویلي دي چې په پاریس کې د بریدونو اصلي پلانوونکي پتېيلې وه چې په بروکسل کې هم بریدونه وکړي. دغه ۲۶ کلن چې په بروکسل کې نیول شوی دی اوس هڅه کوي چې فرانسې ته و نه سپارل شي.

https://p.dw.com/p/1IGnm
په پاريس کي د بريدونو طراح عبدالسلام
انځور: Police Federale Belgien

د بهرنیو چارو وزیر دیدیر رایندرز، ویلي دي چې د پاریس د بریدونو اصلي طراح صلاح عبدالسلام، غوښتل چې د بلجیم په پلازمېنه کې هم بریدونه وکړي. هغه څو ورځې مخکې په بروکسل کې ونیول شو.

هغه د شنبې په ورځ وویل: «هغه [عبدالسلام] چمتو وو چې په بروکسل کې هم کوم کار وکړي. او دا اټکل یو حقیقت دی، ځکه موږ په لومړنیو څېړنیو کې ډیري وسلې، درنې وسلي موندلې دي او د هغه په شاوخوا کې مو په بروکسل کې یوه شبکه هم کشف کړې ده.»

عبدالسلام اوس د نومبر میاشتې پر ۱۳مه نیټه په پاریس کې د بریدونو په تړاو د «ترهګري» په تور د پروژ په سیمه کې په یوه زندان کې ساتل کیږي. په پاریس کې بریدونو۱۳۰ کسان ووژل.

هغه په بلجيم کې زېږېدلی او د فرانسې تابعت لري. هغه د پولیسو د یو لړ عملیاتو په پایله کې په بروکسل ښار کې ونیول شو. هغه ښایی څیړونکو ته ویلي وي چې د پاریس د بریدونو پر مهال یې غوښتل د «ستاد دو فرانس» په سیمه کې ځان والوزوي خو په وروستیو شیبو کې یې له دې کاره ډډه وکړه.

په عین حال کې د عبدالسلام مدافع وکیل، ویلي دي چې هغه به فرانسې ته د خپل استول کیدو پروړاندي مقاومت وکړي. هغه زیاته کړې ده چې د څارنوالۍ پر وړاندې یې هم ځکه شکایت کړی دی چې د هغه د موکل اظهارات یې رسنیو ته ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالسلام تر نیول کیدو وروسته، انترپول ګواښ کړی دی چې اروپايي هیوادونه باید خپل کنترول ډیر کړي، ځکه د هغوی په خبره د عبدالسلام همکاران ښايي د تیښتې په هڅه کې وي.