1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله عبدالله، د ټاکنو پایلې رد کړې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو یوه ورځ وروسته وویل چې دی د ټاکنو گټونکی دی. عبدالله وویل چی هغه به تقلبي حکومت ونه مني او تر اخره به د خلکو له رایو دفاع وکړي.

https://p.dw.com/p/1CY2j
انځور: Reuters/Omar Sobhani

ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله وویل چې هیڅ رنگه داخلي او بهرنی فشار نه مني او د خلکو له رایو څخه به دفاع وکړي. خو هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې یو څور ورځې مهلت ورکړي.

ډاکټر عبدالله د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۸مه) په کابل کې د لویې جرگې په خیمه کې جوړې شوې غونډې ته وویل: «د تقلبي پایلو اعلان ردوم، غندم یې او نه یې قبلوم. د افغانستان خلکو تیر ۲۴ ساعتونه او تیرې ورځې په انديښنه کې تیرې کړې.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د تقلبي رایو د بیلولو غوښتنه یې له پامه غورځول شوې ده. هغه زیاته کړه چې جمهوري ریاست، د ټاکنو کمیسیون او د ډاکټر اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم لاسونه یو کړي دي او د ده غوښتنه یې و نه منله. هغه وویل چې د رایو ۱۱۰۰۰ صندوقونه باید تفتیش شي.

د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې ډاکټر عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه او اشرف غني احمدزي ۵۶،۴۴ سلنه رایې گټلي دي. ډاکټر عبدالله په کابل کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې وویل چې راتلونکی حکومت باید یوازې د خلکو په پاکو رایې واک ته ورسیږي: «سر له ننه اعلان کوم یوازې هغه حکومت چې د افغانستان د خلکو په پاکو رایې راغلي وي، د اوسني حکومت ځای به ونیسي.»

ډاکټر عبدالله، یادونه وکړه چې ده د افغانستان د خلکو رایې تر لاسه کړي دي او په دې کې کومه پوښتنه نشته. د ډاکټر عبدالله، پلویانو د لویې جرگې خیمې ته د ده د راتگ تر مخه د ولسمشر حامد کرزي انځورونه راکښته کړل او څیري یې کړل. خو عبدالله وویل چې د زړه له کومې له دې کاره ناراضه دی.

د ډاکټر عبدالله، یو شمیر پلویانو هغه ته د «ولسمشر» خطاب وکړ. خو ډاکټر عبدالله له خلکو وغوښتل چې یو څو ورځې صبر وکړي. ډاکټر عبدالله وویل چې د افغانستان د تجزیې او په دې هیواد کې د بحران د رامنځ ته کیدو غوښتونکی نه دی او د تقلبي رایو د بیلولو پر سر به خپل ټینگار ته ادامه ورکړي.

د بحران د مخنیوي له پاره د امریکا هڅې

ډاکټر عبدالله وویل چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له ده څخه غوښتي دي چې د رایو تر تفتیش پورې صبر وکړي. د عبدالله په خبره په پام کې ده چې جان کیري د جمعې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي. هغه زیاته کړه: «د امریکا د ولسمشر او د جان کیري خبرې پر دې وې چې د جمعې په ورځ جان کیري کابل ته راځي. او ژمنه یې دا وه چې موږ له عدالت څخه د دفاع، د درغلۍ سره د مقابلې او افشا په برخه کې د افغانستان د خلکو تر څنگ یو.»

ډاکټر عبدالله پر دې خبره ټینگار وکړ چې اصلي غوښتنه یې دا ده چې تقلبي رایې له پاکو رایو بیلې شي.