1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: په ټاکنو کي درغليو پر حکومت باندي باور کم کړی

۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبه

د افغان حکومت سياسي مخالفي ټلوالي پر حکومت تور لګولی چي د ټاکنو په بهير کي يې پراخه لاس وهنه کړې. خو داسي شواهد نه لري چي وړاندي يې کړي.

https://p.dw.com/p/PKBn
عبدالله وايي چي درغلی سوي خو دی داسي شواهد په لاس کي نه لري چي ويې ښيي
عبدالله وايي چي درغلی سوي خو دی داسي شواهد په لاس کي نه لري چي ويې ښييانځور: AP

د تغير و اميد د ډلي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي چي دوی باوري نه دي چي د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون دي هغو زرګونو شکايتونوته رسيدګي وکړای سي چي د ملک د بيلا بيلو برخو ور رسېدلي دي.

ډاکټر عبدالله چي په تيرو ولسمشريزو انتخاباتو کي د ولسمشر کرزي ځواکمن سيال بلل کيده په داسي حال کي د ټاکنو پر کمېسيون نيوکي کوي چي دغه کمېسيون تر اوسه څه باندي ۲۵۰۰ ډول ډول شکايتونه ثبت کړي دي.

عبدالله وايي چي که د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو کمېسيون دغو درستو شکايتونو ته رسيدګي و نه کړای سي ډير ناوړه پايلي به ولري او په ورته وخت کي به د ټاکنو مشروعيت باطل کړي.

« د افغانستان په پارلماني ټاکنو کي به د لاس وهني برخليک د افغانستان خلکو ته ډير تريخ او ناوړه وي، او هيڅ څوک بايد د يوه بل تقلب مسوليت په غاړه وانخلي، زه اوس داسي شواهد نه لرم، زه هيله لرم چي هغوي بايد داسي عمل وکړي چي قانون ورته اجازه ورکوي»

د چهارشنبې د ورځي تر ورستيو پوري د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته څه باندي دوه زه او پينځه سوه شکايتونه رسيدلي ول چي اوس چارواکو پر درو ډلو ويشلي دي.

د دغه کمېسيون يو غړي ضيا رفعت دويچه ويله ته وويل چي لومړی ډول شکايونه د ټاکنو ماهيت بدلولای سي خو دوهم او دريم ډولونه يې ډيرجدي نه دي.

د ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيون باندي د بدلون او اميد د سياسي ډلي د مشر د تورنو په غبرګون کي د ټاکنيزو شکايتونو دکميسيون مشر قاضي مراد شرفي وويل چي، دی په پوره ډاډ سره ويلای سي چي نه حکومتي چارواکو په ټاکنو کي لاس وهنه کړې او نه هم دوی دومره کمزوري دي چي شکايتونو ته رسيدګي و نه کړای سي.

« بايد په مسوليت باندي تاسو ته ووايم، چي تر دغي دقيقي پوري د هيڅ ځای څخه حتي يو تليفون هم موږته ندي راغلی چي د چارواکو له لوري موږ ته امر او نهيه سوې وي»

د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو پر کمېسيون باندي په داسي حال کي د درغليو تورنه پوري سوي چي ټاکل سوې نن د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پايلي اعلام سي.

د کميسيون د رپوټونو له مخه چي ډيری درغلۍ په ننګرهار، کابل، هرات، پکتيا، بدخشان او پکتيکا ولايتونو کي سوي.

خو هغه ولايتونه چي د شکايتونو په ګراف کي يي ټيټ وال ښکاري، باميان، دايکندي اوبغلان ښودل سوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل