1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبيد، يو له ۶۰ زرو کمسنو پناه غوښتونکو څخه

۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

په ۲۰۱۵کال و اروپا ته ۶۰ زره داسي کمسنه پناه غوښتونکي راغلي چي يک تنها دي. عبيد يو له دغو کمسنو مهاجرو څخه دی او آلمان ږغ ته يې خپل داستان بيان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1HRhe
انځور: DW/W.Dick

هغه پناه غوښتونکي چي بېله کورنۍ او يوازي آلمان ته راځي او سن يې کم وي نو د دولت له خوا ټاکل سوي مامورين او اجتماعي مرستندويان د داسو ماشومانو د مراقبت له پاره ټاکل کيږي.

عبيد هم يو داسي مهاجر دی چي يوازي آلمان ته راغلی او اوس د آلمان د بايرن ايالت په هاګنهايم نومي ښار کي د ځوانانو د اوسېدو په يو کور کي ژوند کوي. نوموړی د يو بل افغان هلک سره په يوه کوټه کي اوسيږي. هغوی د خپل اُطاق پر دروازه د «خوش آمديد» لوحه لګولې ده. د عبيد له پاره مسؤل کس مارکوس وهيل نوميږي چي پخوانی د فټبال لوبغاړی اوسېدلی دی. اوس وهيل عبيد هم د فټبال په يو کلب کي داخل کړی دی.

سپورټ د ادغام وسيله

مارکوس وهيل وايي چي په ټولنه کي د ادغام له پاره سپورټ ډېر مهم رول لوبولای سي. هغه وايي: «د سپورټ له کبله په يو وار دوی (پناه غوښتونکي) د ناپېژندلو سوو يا په اصطلاح ګوم نامو څخه په پېژندل سوو کسانو بدل سي، نومونه يې وپېژندل سي چي عبيد، علي يا جعفر دی. د عبيد سره همداسي وسوه.»

په رشتيا هم عبيد د فټبال کلب له لاري زيات ملګري پيدا کړي او خوشاله دی. دا په داسي حال کي چي آلمان بعضي وختونه د مهاجر ضد فعاليتونو په ترڅ کي د منفي خبرونو لامل ګرځي. په تيرو مياشتو کي د پناه غوښتونکو په وړاندي د تاوتریخوالي او کرکي ډک د جرايمو خبرونه خپاره سوي چي پکښي د پناه غوښتونکو وهل ټکول او د هغوی له پاره پلان سوو کمپونو ته اور اچول شامله دي.

عبيد وايي چي دا ډول د تاوتریخوالي خبرونه هغه ته په ايران کي ستړی ژوند ورپيادوي. د عبيد په وينا د ده عمر څلور مياشتي ؤ چي مور او پلار يې په افغانستان کي د جګړې څخه و ايران ته مهاجر سول. د هغه په وينا په ايران کي دی مجبوره ؤ چي د کورنۍ د نفقې د ګټلو له پاره کار وکړي.په ايران کي مزدرۍ

د هغه په وينا په ۷ کلنۍ دی مجبوره ؤ چي د خپل اکا سره د کوکنارو په کښت کي کار وکړي. عبيد وايي چي بعضي وختوهه به يې په بازا کي ژاولي پلورلې او کله به يې د خلکو بوټونه پالشول. عبيد وايي چي په ايران کي يې ډېر تريخ ژوند تېر کړی او زیات وختونه به هغوی ته مزدوري نه ورکول کېدل او هغه وايي چي زيات وختونه يې د پيسو پر ځای وهل ټکول ليدلي دي.

د عبيد د اوسېدنې په کور کي نور کمسن مهاجر هم اوسيږي او يو د بل سره زيات وخت تېروي.
د عبيد د اوسېدنې په کور کي نور کمسن مهاجر هم اوسيږي او يو د بل سره زيات وخت تېروي.انځور: DW/W.Dick

عبيد وايي چي په ايران کي يې خور خپل د واده ګينه خرڅ کړل تر څو هغه د ترکيې او يونان له لاري ځان و آلمان ته په راورسوي. هغه وايي چي پر لاري يې زيات زحمتونه او د قاچاقبرانو ظلمونه وګالل. د عبيد په وينا دوی ته ويل سوي ول چي په آلمان کي به د مياشتي دوه زره یورو اقتصادي مرستي ولري. خو اوس ورته ۴۵ يورو د جېب خرڅ ورکول کيږي. دا په داسي حال کي چي د هغه په وينا کورنۍ يې د اقتصادي مرستو په هيله ده.

د عبيد په څېر د زياترو کمسنو پناه غوښتونکو کورنۍ خپل ځوانان لوېديځ ته استوي تر څو هغوی ته د مياشتي خرڅ ولېږي. خو د عبيد مراقبت کوونکی وهيل په دې توانېدلی چي عبيد قانع کړي چي د نجارۍ کسب زده کړي، تر څو په راتلونکي کي يې مسلک او روزګار معلوم وي.

عبيد هيله لري چي يو وخت يې کورنۍ هم و آلمان ته راسي او د هغې سره يو ځای ژوند وکړي.