1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عدليې وزارت: له کوره د ښځو تېښته جرم نه دئ

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه

د افغانستان حکومت عالي رتبه ادارو پریکړه کړې ده چي تر دې وروسته به له کور څخه د ښځو تېښته جرم نه وي.دغه کار تر دې دمخه جرم بلل کېدی او هغه ښځي چي به له خپل کور څخه تښتېدلې زندان ته به اچول کېدلې.

https://p.dw.com/p/16ABx
انځور: Getty Images

د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب وايي، چي اوس ښځي مجبوره نه دي، چي له زور زیاتي او ناوړو دودونو سره سره د مېړه په کور کي د مجبوریت شپې تیري کړي، بلکي کولای شي چي له بيري پرته کور پریږدي او خوندي ځای ته پناه یوسي.

دغه خبري د عدليې وزیر حبیب غالب د ولسي جرګې له یو شمیرغړو سره د ښځینه بندیانو د حالت د ارزوني په ګډه غونډه کي وکړې. هغه وويل، چي د عدليي وزارت، ستري محکمې، د کورنیو چارو وزارت او لوی څارنوالۍ دا پریکړه کړې ده او ولسمشر هم منظور کړې ده:

«له دې وروسته د ښځو تېښته د قانون له مخي جرم نه دئ، حتی تیر کال موږ د ستري محکمې د عالي شورا او لوی څارنوالۍ له چارواکو سره هم په دې اړه خبري وکړې، چي دا د څارنوال ستونزه او خطا ده چي له کوره تښتېدلو ښځو ته له کور څخه د تېښتي په نامه دوسیه جوړوي، دا یوه تیروتنه ده او هغوی باید وپوهول شي چي په دې برخه کي دي دوسیې نه جوړوي.»

د افغاني دود له مخي ډيري ښځي د مېړه او کورنۍ د نورو غړو له خوا له زور زیاتي سره د مخامخ کیدو سره سره دا غوره بولي چي له کوره و نه وزي.

خو په تيرو څو کلونو کي په سوو داسي پیښي رامنځ ته شوي دي، چي یو شمیر ښځي د کورنیولانجو له کبله تېښتي ته اړي شوي دي او وروسته بيا پولیسو نیولي دي او زندان ته ئې اچولي دي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو دکمیسیون مشره فوزیه کوفي وایي، چي دمګړۍ له اوو سوو نه تر اتو سوو پوري ښځي په زندانونو کي بندياني دي، چي ډيری ئې له کور څخه د تیښتي په جرم زندانۍ شوي دي:

«اوس تر اوو سوو زياتي ښځي په زندانونو کي بندیاني دي، هغوی په دې تور نيول شوي دي چي اخلاقي فساد ئې کړی دئ، که له حکومتي چارواکو نه پوښتنه وشي چي اخلاقي فساد څه ته وايي د هغوی جواب دا وي چي دغه ښځي له کوره تښتېدلي دي. په داسي حال کي چي دا کار جرم نه دئ.»

د افغانستان د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر وايي، چي ډیري ښځي د کورني تاوتریخوالي، تر وخت دمخه ودونو، وهل ټکولو او ګواښونو له کبله له کور څخه تېښته د ژغورني غوره لار بولي. د هغې په خبره دا د هغوی حق دئ چي د ځان د خونديتوب له پاره کور پریږدي:

«دغه ښځي د کورنۍ د غړو د زورزياتي له کبله له کور څخه تېښتي ته اړوزي. پولیس باید هغوی و نه نیسي، ځکه هغوی د ځان ژغورني مشروع حق لري.»

د افغان حکومت دغه اقدام چي وایي له کوره څخه د ښځي تېښته جرم نه دئ کیدای شي ښځو ته د آزادیو د ورکولو په برخه کي یو بل ګام وي.

پر افغان حکومت له کلونو راهیسي دا تور لگول کيږي چي د ښځو د حقونو د اعادې له پاره ئې په نړیوالو کنفرانسونو کي وعدې کړي دي، خو په عمل کي ئې تر اوسه څه نه دي کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل