1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقي فلسطينيان

حسن » بری «۱۳۸۵ آبان ۲۴, چهارشنبه

په عراق کې د زورزياتي پای نه ليدل کيږي. چاودنې اويرغلونه ورو، ورو داسې عادي او ورځنۍ پيښې گرځيدلې دي چې، تقريباً د نړيوالو د پاملرنې وړ نه گرځي. د قربانيانواکثريت ملکي وگړي دي اوځکه نو په ميليونونوعراقيانو، تراوسه پورې، نوروهيوادونوته پناه وړې ده.

https://p.dw.com/p/DMrC
انځور: AP

خويوه ډله په منظم ډول صرف د عراق تر پولې پورې تللای شي: عراقي فلسطينيان، چې له يوه فلسطيني دولت پرته کوم تابعيت نلري اولدې کبله د هيڅ هيواد لخوا د پناه غوښتونکوپه توگه نه منل کيږي. د عراق ـ سوريې په گډې پولې کې ٣٥٠ تنه فلسطينيان له تقريباً شپږومياشتوراهيسې په څوکيږديوکې ژوندکوي، د هغوپه ډله کې ١٣٠ تنه ماشومان. د دوو ړندوماشومانومورصميره وايي:» له دغه سطل څخه د تشناب په توگه کاراخلو. بخښنه غواړم لدينه چې تاسې يې وينئ. په دغه ټپ کې ځان مينځواوڅنگ ته يې لوښي مينځم«.


يا تيښته يا مرگ
د صدام » حسين « د حکومت په وخت کې د فلسطينيانوژوند په عراق کې نسبتاً ښه و. د عراق جگړه ماره مليشه پدې عقيده ده چې دغه فلسطينيان بایداوس د هغه وخت له کبله مجازات شي اوهغوۍ ته گواښ ليکونه استوي.
٣٧ کلن هټيوال جلال له خپلې بټوې څخه يوه سپينه پاڼه راباسي، پرکومې چې په سره رنگ ليکنه شويده:» دلته ليکل شويدي، جلال ته. ستاسې وخت رارسيدلی دی. لدې ځايه ورک شئ، کنه نو تاسې وژنو. دا د وينو دوه څاڅکي دي. هغوۍ له مانه ٣٠٠٠ ډالر وغوښتل اوزماکوريې ضبط کړ. ماپيسې ورکړې او له هغوۍ نه وتښتيدو. زمونږ جرم څه دی؟ داچې فلسطينيان يو. «