1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقي ملیشه د موصل ښار د منزوي کولو ادعا کوي

۱۳۹۵ آذر ۴, پنجشنبه

د عراق شیعه ملیشې وایي چې دوی د موصل ښار لویدیځ اړخ ته د کردي پیش مرگه ملیشو موقعیت ته رسیدلي دي او د دغه ښار د کلابندۍ ادعا کوي. موصل د داعش پوخ سنگر گڼل کیږي. په زورنو کسان له ښاره په تیښته دي.

https://p.dw.com/p/2T9IC
Irak bei Tal Afar Angriff auf Flughafen Schiitische Milizen
انځور: Reuters/Stringer

امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د عراق په مشري ځواکونه پر دې توانیدلي دي چې د موصل لویدیځه اکمالاتي لاره بنده کړي. زیاته شوې ده چې په دې سره تندلارې ډله «اسلامي دولت» یا داعش په دغه سیمه کې کلابند شوی ده.

دغه خبر د کردي پیشمرگه ملیشو له لوري هم تائید شوی دی چې په وینا یې شیعه د عرب ولسي بسیج ملیشو په سویل لویدیځ کې له تلعفر څخه د سوریې تر پولې پورې د غځیدونکي سړک کنترول په لاس کې اخیستی دی.

تلعفر چې د موصل د ستر ښار په ختیځه څنډه کې د شا او خوا ۶۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی، سوریې ته تلونکي وروستۍ یوازینۍ لاره ده. د ملیشې پرمختگ په دې معنی دی چې د داعش ځواکونه د موصل د ختیځې څنډې او تلعفر تر منځ احاطه کړی شوي دي. په ختیځه څنډه کې د عراق پوځ پر جگړې بوخت دی او غواړي د ښار پر لور پرمختگ وکړي.

عراقي ځواکونه د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ د یوه نړیوال ائتلاف له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي. د عراق اردو د داعش له منگلو څخه د موصل ښار د آزادولو له پاره پوځي عملیاتي د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې پیل کړل.

د موصل په ختیځه څنډه کې عراقي ځانگړي ځواکونه د ښار د مرکز پر لور په کراره جگړه کوي، خو د داعش له لوري د ځانمرگي بریدونو، وژونکو دامونو او نښه ویشتونکو له مقاومت سره مخامخ دي. په عین وخت کې عراقي ځواکونه له دې ستونزې سره هم مخامخ دي چې د داسې یوه دښمن پر وړاندې جگړه کوي چې له ملکي خلکو څخه د انساني ډال په توگه د کار اخیستلو څخه کومه ویره نه لري.

په عین وخت کې داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې د عرب ولسي بسیج واحدونو د تلعفر ښار کلابند کړی دی. مخکې له دې چې تلعفر داعش ونیسي، د دغه ښار ډیری اوسیدونکي شیعه مذهبه مسلمانان ول.

ملگري ملتونه وایي چې له موصل څخه لږ تر لږه ۶۸۰۰۰ زره انسانان تښتیدلي دي. زیاته شوې ده چې یوازې په تیرو څلورو ورځو کې شاو خوا ۸۳۰۰ کسان له دغه ښاره وتلی دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې زیاتره تښتیدلو کسانو چې عراقي پوځ ته یې ځانونه رسول په لومړي سر کې ورته د شک په سترگه کتل کیدل، او د کوم موټر بم چاودنې د ترسره کیدو انديښنه څرگندیده.

د عراق د موصل ښار د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د عراق د داعش لاس ته ولوید او لا هم په دغه ښار کې تر یو میلیون زیات انسانان ژوند کوي. چارواکي په ډله ایزه توگه له دغه ښار څخه د خلکو د کډه کولو له کبله د رامنځ ته کیدونکو ستونزو څخه په اندیښنه کې دي او د ښار له اوسیدونکو یې غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.