1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقي مهاجر چې غوښتل یو پاکستاني ووژني، پولیسو وواژه

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

د آلمان پولیسو یو عراقی مهاجر په ډزو وژلی دی. دغه مهاجر په یوه کمپ کې د چړې په واسته پر یوه پاکستاني مهاجر باندې برید کاوه. پولیسو ويلي دي چې دغه عراقی مهاجر پر يوه پاکستاني مهاجر له خپلي لور سره د جنسي اړيکو شک لاره.

https://p.dw.com/p/2QgQv
Berlin Polizeieinsatz bei Flüchtlingsunterkunft Kruppstraße
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

دغه ۲۹ کلن عراقی مهاجر د برلین په موابت سیمه کې د مهاجرو په یوه مرکز کې د سه شنبې په ورځ ناوخته له هغه وروسته چې پولسو څو وارې وویشت، ساه ورکړه.

د ‌BZ ورځپاڼي خبر ورکړی دی چې پولیس تر هغه وروسته سیمې ته وغوښتل شول چې یوه ۲۷ کلن پاکستاني په سیمه کې نژدې پارک کې په احتمالي توګه د وژل شوي عراقي کډوال له لور څخه ناوړه جنسي استفاده وکړه.

عیني شاهدانو ویلی دي، کله چې پولیسو دغه پاکستاني وګړی ونياوه، او د هغه په لاسونو کې یې ولچکونه واچول، نو د نجلۍ پلار د هغه پر لور له یوې چړې سره منډه وکړه. شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي د «ته به نور ژوندۍ پاتې نه شې» چیغې وهلې.

پولیسو پر هغه باندي څو ډزې وکړې او بیا وروسته هغه په روغتون کې سا ورکړه. تورن جنسي تیری کوونکی پاکستانی وګړی په دې پیښه کې نه دی ټپي شوی. نجلۍ او د هغې مور ته اوس روانې مشورې ورکول کیږي.

پولیسو لا تر اوسه پورې په پیښه کې ښکیل کډوال په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

اوس د پیښې په اړه څېړنې روانې دي. خو د پولیسو ټولنې ویلي دي چې په سیمه کې حاضرو افسرانو اقدامات باید و نه غندل شي.

د دغې ټولنې مشر په برلین کې ویلي دي: «پولیسو باید د دغي پيښي مخه نیولې وای او دغه بريد د هغوی ژوند هم له ګواښ سره مخامخ کړی وو.»

اروپا ته مهاجرت