1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقي پوځ د موصل نيولو لپاره تازه عمليات پېل کړل

۱۳۹۵ اسفند ۱, یکشنبه

د عراق پوځ د خپلو ملاتړو وسله والو په کومک له داعش څخه د موصل ښار د لوېديځي برخې د نيولو له پاره جګړه پېل کړې ده. کارپوهان اټکل کوي چي ښايي دغه جګړه څو مياشتي دوام ومومي.

https://p.dw.com/p/2Xqrt
Irak Kampf um Mossul
انځور: picture-alliance/dpa/K. Mohammed

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي پر خپله رسمي فيسبوک پاڼه اعلان کړي دی چي له داعش څخه د موصل د لوېديځې برخې نيولو له پاره عمليات پېل سوي دي. نوموړي دغه اعلان په يوه تلويزيوني وينا کي هم وکړ. هغه وويل: «زموږ قواوو له داعش څخه زموږ د وګړو په آزادولو پېل کړی دی.»
 

د عراق په شمال کي واقع موصل د داعش چي ځان ته د «اسلامي دولت» خطاب کوي، مرکز ګرځېدلی دی. د عراق پوځ، کردي وسله والو او ملاتړو ملېشو يې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د مياشتي په نيمايي کي د موصل د نيولو له پاره عمليات پېل کړي ول.

په دې ترڅ کي د جنورۍ په آخره کي د موصول ټوله ختيځه برخه له داعش څخه ونيول سوه. په دغه جګړه کي عراقي قواوو له امريکايي جنګي الوتکو څخه هم ملاتړ تر لاسه کاوه. د دې تر څنګ په دغه محاذ کي د عراق د پوځ سره په سلهاؤ بهرني نظامي مشاورينو هم کومک کاوه.

زيات څارونکې په دې نظر دي چي د موصل د لوېدېځي برخي نيول به يو مشکل کار وي ولي چي د داعش تر کنټرول لاندي دغه سيمه کي ډېر زيات انسانان ژوند کوي. ويل کيږي چي د موصل د دغې برخي نېول په دې هم مشکل دي ولي چي داعش کولای سي چي په دغه زيات نفوس لرونکې سيمه کي ځانونه پټ کړي او ماينونه ځای پر ځای کړي. اټکل کيږي چي د موصول دغه جګړه به لا څو اونۍ او حتی مياشتي دوام وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):