1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

عراقي ځواکونو د موصل ښار د آزادولو له پاره عملیات پیل کړي

۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبه

د عراق امنیتي ځواکونو له اسلامي دولت ډلې څخه د موصل ښار د بیا نیولو عملیات پېل کړي چې له ډیر وخت راهیسې یې انتظار کیده. دا له عراق څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، تر ټولو لوی پوځي عملیات دي.

https://p.dw.com/p/2RIKJ
Irak Kampf gegen IS
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dicenzo

د عراق لومړي وزیر حید العبادي، د دغو تعرضي عملیاتو اعلان د خپل هیواد د دولتي تلویزیون «عراقیه» له لارې وینا کې وکړ. هغه وویل: «د بریا وخت رسیدلی دی او د موصل د آزادۍ له پاره عملیات پیل شوي دي.»

هغه د موصل اوسیدونکو ته په اشارې سره وویل چې د دغو عملیاتو د پيلیدو او د داعش له تاوتریخوالي څخه د خلکو د آزادیدو اعلان کوي.

په عراق کې د داعش وروستی پوخ سنگر

موصل په عراق کې وروستی ستر ښار دی چې لا هم د دغې سني تندلارې ډلې له لوري کنترولیږي. تر دې دمخه عراقي ځواکونو د دغې تندلارې ډلې جنگیالي له رمادي، فلوجه او تکرت ښارونو څخه ایستلي وو. داعش د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د موصل ښار ولکه کړی وو، پرته له دې چې عراقي ځواکونه کوم د پام وړ مقاومت وښيي.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د عراق په دغه دوهم ستر ښار کې د داعش شا او خوا ۴۰۰۰ جنگیالي حضور لري. زیاته شوې ده چې که چیرې موصل له دغې ډلې څخه ونیول شي، نو دا به په عراق کې پر داعش باندې د پوځي لحاظه د برلاسي کیدو په معنی وي. دا په داسې حال کې ده چې د عراق په گاونډي هیواد سوریه کې لا هم نوموړې ترهگره ډله ډیر شمیر سیمې په ولکه کې لري.

د موصل د میلیوني ښار د بیرته نیولو له پاره پوځي عملیات، په عراق کې د داعش پر ضد تر ټولو ستر عملیات دي. په دغو پوځي عملیاتو کې د عراقي ځواکونو تر څنگ شیعه او کردي ملیشي هم ونډه لري. دغه ځواکونه د امریکا متحدو ایالاتو په ملاتړ د یوه نړیوال هوايي ائتلاف له ملاتړ څخه هم برخمن دي.

خو په دغو عملیاتو کې د شیعه ملیشو گډون شخړه ییز دی. په عراق کې سنیان په دغو عملیاتو کې له گډون څخه ډډه کوي، ځکه چې هغوی اندیښنه لري چې شیعه ملیشي کولای شي په دغه هیواد کې خپل نفوذ لا پسې پراخ کړي. د عراق لومړي وزیر العبادي د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې یوازې اردو او پولیس به ښار ته ننوځي، نه شیعه ملیشي. موصل په عراق کې د سنیانو مهم ښار گڼل کیږي.

د عراق اردو د یکشنبې په ماښام د موصل ښار د پاسه له الوتکو څخه په زرونو خبر پاڼې غورځولې وي او د ښار اوسیدونکو ته یې خبرداری ورکړی وو چې د دغه ښار د بیرته نیولو له پاره چمتووالی په وروستي پړاو کې دی. په خبر پاڼو کې راغلي دي چې د پوځ قطعات او هوایي ځواکونه به «ملکي کسان نه په نخښه کوي».

د عملیاتو د پیلیدو سره سم ملگرو ملتونو په موصل کې د میشتو ملکي کسانو په هکله انديښنه څرگنده کړې ده. د ملگرو ملتونو د بشري چارو مرستیال ستیفن اوبراین، ویلي دي: «زه د موصل د ۱،۵ میلیونه اوسیدونکو د خوندیتوب په هکله ډیر اندیښمن یم، چې له داعش څخه د دغه د بیرته نیولو له پاره د پوځي عملیاتو له کبله ښایي اغیزمن شي.»

هغه خبرداری ورکړی دی چې کورنۍ په متقابلو ډزو کې د بند پاتې کیدو او یا هم د پټو نخښه ویشتونکو له لوري د هدف گرځولو له گواښ سره مخامخ دي.

په عین وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ وویل چې دی هیله من دی چې امریکا متحده ایالات او متحدین به یې په بریدونو کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د مخنیوي له پاره ټولې هلې ځلې په لار واچوي.