1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقي ځواکونو له داعش څخه د نمرود ښار د نیولو ادعا کړې

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

د عراق د پوځ په وینا یو لرغونی ښار چې د آشوري اثارو له پاره شهرت لري، د داعش له منگولو آزاد کړی دی. تندلارې ډلې «اسلامي دولت»په ۲۰۱۵م کال کې د نمرود ښار ډیر آثار ویجاړ کړل چې د یونیسکو په وینا په جنگي جرمونو کې راځي.

https://p.dw.com/p/2Seag
Irak antike Stadt Nimrud Nordwestpalast Calah
انځور: picture-alliance/Heritage Images

د عراق د گډو عملیاتو د قوماندې مرکز، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ د یکشنبې په ورځ د نمرود لرغونی تاریخي ښار له تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش څخه بیرته نیولی دی او د داعش د ریښې ایستلو په مبارزه کې یې بله بریا تر لاسه کړې ده.

په موصل کې د حکومتي عملیاتو قوماندان عبدالامیر رشید، ویلي دي چې د نهمې زغروالې لوا، ځواکونو په بشپړه توگه د نمرود ښار نیولی دی او پر ودانیو یې د عراق بیرغ پورته کړی دی. دغه قوماندان د عملیاتو په هکله د نورو جزئیاتو په وړاندې کولو سره وویل چې ځواکونو دښمن ته تلفات او مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عراقي پوځ یو شمیر افسرانو خبري آژانسونو ته ویلي دي چې ځواکونه لا هم په سیمه کې د داعش د جنگیالیو او چاودیدونکو توکو د له منځه وړلو په لټه کې دي.

داعش تندلارې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې له تاوتریخوالي ډکه جگړه کې دغه لرغونی تاریخي ښار نیولی وو چې په دې سره یې په عراق او سوریه کې ډیره سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

په ۲۰۱۵م کال کې داعش د انترنيټ له لاري یوه داسي ویډیو خپره کړه چې پکښې ښوول کېدل چې د دغې ډلې جنگیالي د څټکو او چاودیدونکو توکو په واسطه لرغوني آثار له منځه وړي.

د ملگرو ملتونو علمي، فرهنگي او تربیتي سازمان یا یونیسکو، د تندلاري ډلې دغه اقدام د «جنگي جرم» په توگه یاد کړی وو.

تیره میاشت عراقي ځواکونو داعش څخه د موصل ښار د بیرته نیولو له پاره پوځي عملیات پیل کړي دي. په دغه ښار کې د نوموړې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په اصطلاح د خلافت اعلان کړی وو.

عراقي ځواکونه چې د کردي پیشمرگه، ملیشو ملاتړ ورسره دی له موصل څخه د داعش د جنگیالیو پر شا کولو کې کوچنی، خو د پام وړ پرمختگ کړی دی.

په عین وخت کې په سوریه کې «د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو» چې د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ ورسره دی، له داعش څخه د رقه، ښار د نیولو له پاره جلا عملیات پیل کړي دي. رقه د داعش د پلازمېنې په توگه ياديږي.

نور مطالب: