عراقي چارواکو د ترکيې سفير ته احتجاج ليک سپارلی
۱۳۸۶ آذر ۲۶, دوشنبهاعلان
پدې احتجاج ليک کي ويل سوي، چي د ترکيې دغه ډول عمل د دواړو هيوادونو په ښو اړيکو کي خرابوالی راولی. د عراق د بهرنيو چارو د وزارت په يوې اعلاميې کي ويل سوي، چي د عراق په شمالي سيمو کي د ترکانو د بمباريو په اثر پلونه، روغتونونه او ښوونځی نړول سوي. د ترکيې پوځي مقامات وايي، چي د امريکې متحده ايالاتونو د ترکانو سره ددې هوايي حملو په برخه کي مرسته کړې.