عراق: د یکشنبې د ورځو چاودنو ۳۳ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبهاعلان
په عراق کې د یکشنبې په ورځ په لسو بیلابیلو سیمو کې د بمي چاودنو له امله د ۳۳ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. دغه بمي چاودنې زیاتره د عراق په پلازمینه بغداد او څیرمه سیمو کې شوي دي. دغه چاودنې په موټرو کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو او د ځانمرگو بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوي دي. په وژل شوو کسانو کې امنیتي سرتیري او ملکي وگړي هم شامل دي. د رپوټونو په حواله د سپتمبر په میاشت کې په عراق کې ۲۵۳ تنه وژل شوي او نور ۸۰۰ تنه ټپیان شوي دي.