1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق ـ ۵۰۰ کسیز ډله ييز قبر موندل شوی

۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبه

د عراق حکومتي ځواکونه په موصل کې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد تعرضي عملیاتو کې د پرمختګ په حال کي دي. له دوی سره متحدې ملیشه ډلې د یوه ډله ېېز قبر د موندنې خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2Z4AO
Irak Schiitische Kämpfer rücken nach Badusch vor
انځور: Getty Images/AFP/M. Sawaf

په عراق کې د الحشد الشعبي په نوم شعیه ملیشه و د یوه ډله ييز قبر (چې شاوخوا ۵۰۰ جسدونه په کښې دي) د موندنې خبر وکړی دی. دغه ډله ييز قبر موصل ښار ته نږدې د «بادوش» په نوم زندان په څلور دیوالۍ کې دننه موندل شوی دی. ملیشه و ویلي دي چې دغه انسانان «اسلامي دولت» یا داعش ډلې وژلي دي.

پر موصل تعرضي بریدونه

د «اسلامي دولت» ډلې ملیشه و د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د موصل ښار تر خپلې ولکې لاندې راوسته. په هغه وخت کې د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په دغه ګڼ میشته ښار کې د «خلافت» اعلان وکړ. هغه خلافت چې د سوريې او عراق یو شمیر برخې یې احتوا کولې.

په اوس وخت کې عراقي ځواکونه په موصل کې د پرمختګ په حال کې دي. د حکومت متحدو ځواکونو د جنوري په میاشت کې د عراق د دغه دویم لوې ښار ختیځه برخه دوباره ونیوله.

د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۹ د عراقي حکومت متحدو ځواکونو د موصل ښار د لویدیځې برخې د بیرته نیولو له پاره تعرضي عملیات پيل کړل. د عراقي پوځ تر څنګ د ولسي پاڅون واحدونو د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندې مبارزه کې ګډون وکړ. ویل کیږي چې ایران د دغه شعیه مذهبه ملیشه و ملاتړ کوي.

د بندیانو د قتل عام رپوټ

په ۲۰۱۵ م کال کې ملګرو ملتونو داسې یو رپوټ خپور کړ چې په هغې ویل شوي ول چې د«اسلامي دولت» ډلې د «بادوش» زندان تر نیولو وروسته شاوخوا ۶۰۰ تنه بندیان وژلي دي.

د عراق د پارلمان د یوه وکیل فیان دخیل، د رپوټ پر بنست د «اسلامي دولت» ډلې په ۲۰۱۴ م کال کې تر تعرضي برید وروسته ۵۰۰ یزیدي ښځي د جنسي غلامانو په توګه بندیان کړي ول. ګمان کیږي چې د داعش جنګیالیو بیا د دغه اقلیت سړي وژلي ول.

د ملګرو ملتون په رپوټ کې زیاته شوی ده چې د دغه محبس عمدتاً شعیه زندانیان د یوې لارۍ موټر په وسیله یو کندې ته انتقال او هلته په ‌ډزو ووژل شول. دا خبره هغو کسانو کړی ده چې په تیښته بریالي شوي ول.

په همدې منځ کې عراقي ځواکونو ويلي دي چې سرتیرو د «اسلامي دولت» ډلې د سخت مقاومت سربیره د ښار د مرکز پر لور پرمختګ کړی دی. د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي په آلمان کې میشت عراقیانو څخه غوښتي دي چې خپل هیواد ته ستانه شي. العبادي د «بلډ» المانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې «دا زموږ په ګټه ده چې هیوادوال مو بیرته ستانه شي».

هغه زیاته کړې ده چې حکومت یې په دې هڅه کې دی، تر څو هغه سیمي چې په عراق کې د جګړې له امله اغیزمنې شوي دي بیرته د استوګنې وړ وګرځوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.03.2017):