1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق له نړيوالی ټولنې څخه د خپلو پورونو بښنه غوښتې ده

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

القاهره: د عراق صدراعظم نوری الملکي دغه غوښتنه د مصر په شرم الشيخ ښار کې کړی ده، چېرته چې د عراق دوه ورځنۍ سمينار جوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/DKEX
د دغي غوندې يوه څنده
د دغي غوندې يوه څندهانځور: AP

د عراق بهرني پور پنځوس مليارده امريکايي ډالرو ته رسيږی. ده ويلی دی، چې دا د عراق د بيا ودانولو لپاره يو ضروري گام دی. ده په عراق کښې د ډيرو چتکو بدلونونو د راوستلو وعده هم ورکړه.

په دغه غونډه کې د پنځوسو هېوادونو او ټولنو استازی گډون کړی دي. د آلمان په استازيتوب د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير په دې غونډه کښې گډون کوی.