1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«عراق په پټه له ايران سره د بنديز ضد مرستي کوي»

۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15sWm

د شنبې په ورځ د نیویارک ټایمز په ورځپاڼې کې په یوې خپرې شوې مقالې کې ویل شوي دي چې عراق له ایران سره اقتصادي مرستې کوي، ځکه چې پر ایران باندې د دوی د اتومي پروگرام له امله اقتصادي بندیزونه وضع شوي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د مالي موسساتو او د تیلو د قاچاق په برخه کې عراق له ایران سره مرسته کوي.

په رپورټ کې دا هم راغلي دي چې په ځینو مواردو کې خو عراقي چارواکي له ایران سره د سوداگرې معاملې په پټو سترگو کوي او بیا په ځینو مواردو کې خو په بغداد کې چارواکي له دغو فعالیتونو څخه په مستقیمه توگه گټه پورته کوي چې په هغې کې یو شمیر داسې کسان هم شامل دي چې د عراق د لومړي وزیر نوري کمال المالکي، سره له نزدې اړیکي لري.

د غه ورځپاڼې د بارک اوباما د ادارې د سرچینې په حواله ویلي دي واشنگټن په شخصي توگه عراقي چارواکو ته د بغداد او تهران تر منځ د لوژیستکي اړیکو په اړه شکایت کړی دئ.