1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي خارجه وزيران په قاهره کي پر يمن خبري کوي

احمدولي اڅکزی / کېرسټن کنيپ۱۳۹۳ اسفند ۱۷, یکشنبه

د يمن هيواد د تجزيې او د ګډوډۍ سره مخامخ دی. د دغه هيواد شعيه مذهبه حوثي ملېشې پلازمېنه صنعا تر خپل کنټرول لاندي راوستلې او لومړی وزير يې و استعفی ته اړ ايستلی دی. دغه لانجې عرب هيوادونه په اندېښنه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1EnJn
انځور: M. Huwais/AFP/Getty Images

د عربي نيمه جزيرې د کوچني هيواد يمن ولسمشر او لومړي وزير د روان ۲۰۱۵م کال د جنورۍ په مياشت کي استعفی وي ورکړې. دا د هغه وروسته چي د شعيه مذهبو حوثي مليشو له خوا پلازمېنه صنعا په مياشتو محاصره او لومړی وزير نظر بند کړل سو.

اوس په صنعا کي د ولسمشر، لومړي وزير او پارلمان ځای حوثي مليشو نيولی دی. د هغه راهيسي د يمن هيواد امنيتي او سياسي وضعه د ځوړ په حال کي ده. که څه چي تر مخه هم په دغه هيواد کي دولتي اداره او نظم ډېر پياوړي نه ول، خو دغه هيواد اوس په بشپړه توګه په انارشي او ګډوډي کي مبتلا سوی دی.

د آلمان، متحده ايالاتو او بريتانيې په شمول يو شمېر لوېديځو هيوادونو د يوې مياشتي راهيسي په صنعا کي خپل سفارتونه تړلي او عمله يې ايستلې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت پر آلماني اطباعو ږغ کړی دی چي د خپل امنيت په خاطر دي يمن ته نه ځي او که هلته دي ورڅخه بايد ووځي.

د حل پيدا کول آسانه نه دي

حوثي مليشه ضد احتجاجونه
حوثي مليشه ضد احتجاجونهانځور: picture-alliance/epa/Y. Arhab

د عرب ليګ د هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په همدغه تناظر کي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م د مارچ ۹نېټه) په قاهره کي يوه غونډه لري. هغوی به د يمن هيواد د وضعې او د ممکنه مشترک دريځ نيولو او اقدام کولو په هکله سلا مشورې سره وکړي. خو ښايي د دغې لانجې لپاره د حل لاره پيدا کول ډېر آسانه نه وي.

حوثي مليشې چي د يمن د شمال ختيځ سره تړاو لري او د زيدي شعيه مذهب پېرويان دي. دغې مليشې په لومړي سره کي د صنعا د حکومت د هغه اساسي قانون د مسودې سره مخالفت درلود چي پر فډرالي اصولو ولاړ ؤ. حوثي مليشو بېره او انتقاد درلود چي که دغه اساسي قانون تطبيق سي نو به د سمندر سره د دغې قبيلي اړيکي او لاري بندي سي.

خو کله چي حوثي مليشو د وخت په تېرېدو سره پوځي پرمختګونه وکړه نو يې غوښتني هم په زياتېدو سوې. په داسي حال کي چي تر مخه د دغې مليشې صرف يوه غوښتنه وه، اوس پر ټول هيواد خپله واکمني غواړي. د آلمان د پوهي او سياست په نوم آژانس د خپلي يوې څېړني په پايله کي ليکلي دي چي «نه حوثي مليشې او نه هم د يمن حکومت په يمن کي د واکمنۍ ټينګولو توان لري. ولي چي د شفافيت نشته والی، بې وزلي او تر هر څه تر مخه رشوت او اختلاس يمنۍ ټولنه سره وېشلې ده.» همدا وجه بلل کيږي چي د صنعا د مرکزي حکومت سره د يمنيانو وفاداري ډېره زياته نه ده.

دوه نور لوبغاړي: ايران او القاعده

د حوثي مليشو مخالفه لوبغاړې ډله د عربي نيمه جزيرې د القايدې شبکه ده. دغه ډله د هيواد په سويل کي فعاله ده. دغه ډله د يو شمېر بمي او وسله والو بريدونو او په همدې ډول د تاوان يا پيسو لپاره د انسان تښتونو تر شا لاس لري. د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي د «شارلي ابدو» د مجلې پر يو رسام باندي د بريد لپاره همدغې ډلې بلنه کړې وه.

د قاهرې په غونډه کي به د عربي هيوادونو وزيران په دې هکله مشورې وکړي چي د حوثي مليشو سره څنګه چلن وکړي. دا په داسي حال کي چي عرب هيوادونه فکر کوي چي د حوثي مليشو تر شا ايران ولاړ دی. داسي بيري سته چي ايران په لبنان کي د حزب الله، په عراق کي د شعيه مليشو، په سوريه کي د بشارلاسد د رژيم او په يمن کي د حوثي مليشو په مرسته په نژدې ختيځ کي خپل اغېز ښايي لا زيات کړي.

القايده د پاريس د بريدونو پړه منلې
القايده د پاريس د بريدونو پړه منلېانځور: Reuters/YouTube

خو د عربي هيوادونو مشرانو ته د سوريې د جګړې په تناظر کي دا تجربه سوې ده چي په پوځي توګه دغه لانجې د حل کولو نه دي. کله چي بعضي عربي هيوادونو په سوريه کي د بشارالاسد د رژيم پر ضد د ياغيانو ملا وتړله نو په نتيجه کي يې د «اسلامي دولت» په شمول داسي توندلاري اسلامپاله ډلې رامنځ ته سوې چي اوس په خپله د عربي هيوادونو نظم ته يو ګواښ دي. له همدې کبله ښايي عربي هيوادونه ته په يمن کي يوازنۍ همدا لاره پاته وي چي د حوثي مليشو سره د خبرو له لاري یو حل پيدا کړي.